1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کي د افغان قربانيانو شمېر زیات سوی

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعه

د راپورونو له مخي د استانبول په اتاترک هوايي ډگر کي ځانمرگو بريدونو کي د افغان قربانيانو شمېر شپږو کسانو ته رسېدلی دئ. تر دې دمخه د څلور قربانيانو خبره کېده.

https://p.dw.com/p/1JHA1
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي په اتاترک هوايي ډگر کي په ځانمرگو بريدونو کي ۶ افغانان وژل سوي دي. په استانبول کي د افغانستان د جنرال کونسلگرۍ د معلوماتو له مخي په وژل سوو کي څلور کسان (درې ښځي او يوه اته کلنه نجلۍ) د يوې کورنۍ ول.

ويل سوي دي چي دوه تنه نور افغانان ټپيان سوي دي.

تيره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په اتاترک هوايي ډگر کي څلور افغانان وژل سوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیت مستغنی، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په لومړي سر کې دوی ته یوازي د دوو تنو افغانانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی وو، خو په بريد کي د وژل شوو کسانو د هويت تر څرگندېدو وروسته بيا روښانه شوه چي په وژل شوو کي څلور تنه افغانان هم شامل دي.

هغه وویل: «هغه رپوټونه چې په استانبول کې د افغانستان له جنرال قنسلګري څخه د وژل شویو کسانو د هویت تر تصبیتیدو وروسته موږ ته راورسیدل، وښوله چې په خواشینی سره څلور تنه افغانان هم په وژل شویو کسانو کې دي.»

د مستغني په خبره څلورو واړو وژل شویو افغانانو د ترکیې تابیعت هم لاره خو د هويت په اړه يې بشپړ معلومات په لاس کي نه شته.

خو مستغني ویلي دي چې د دغو افغانانو کورنیو ته چې په ترکيه کې میشت دي، هم خبر ورکړل شوی دی.

د ترکیې د استانبول ښار په اتاترک هوایي ډګر کې د سه شنبې په ورځ ناوخته ماښام درې ځانمرگي بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۴۲ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ تنو ډیر نور ټپیان شول.