1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اريتيريا کي فقر او وحشت خلک مهاجرت ته اړيستلي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

د هغو مهاجرو لویه برخه چې په کښتیو کې اروپا ته راځي اریتیریايان دي. اټکل کیږي چې یو میلیون ایریتیریايي وگړي په بهرنیو هیوادو کې ژوند کوي یعنې د دغه هیواد د نفوس یو پر پنځمه برخه. ولي ډېر اريتيريان له هيواده تښتي؟

https://p.dw.com/p/1H3Rc
انځور: picture-alliance/Patrick Pleul

اروپا ته د مهاجرت په اړه لا زیات معلومات دلته موندلې شئ

د هغو مهاجرو لویه برخه چې په کښتیو کې اروپا ته راځي اریتیریايان دي. اټکل کیږي چې یو میلیون ایریتیریايي وگړي په بهرنیو هیوادو کې ژوند کوي یعنې د دغه هیواد د نفوس یو پر پنځمه برخه. ولي ډېر اريتيريان له هيواده تښتي؟

ایریتیریایان په زوره عسکري مکلفیت ته اړایستل کیږي او د غلامانو په څیر ورسره چلند کیږي. له دغه هیواده د مهاجرت په موخه د سفر لاره خطرناکه ده، ځکه هر مهاجر ته د فراري په سترگه کتل کیږي. سره له دې هم دغه هیواد له بهر څخه پر استول کیدونکو پيسو متکي دی.

ایریتیریا د نړۍ تر ټولو بې وزله هیواد دی له همدې امله هر کال په زرونو کسان له خطرناکو سرحدي پولو څخه تیریږي. خو په جون میاشت کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون د څیړنو پر اساس له ایریتیریا څخه د خلکو د تیښتې اصلي لامل بل شی دی. د دغه کمېسیون يوه غړې شېلا کي تروت، وایې: «کمېسیون دا وموندله چې له مجازاتو څخه خونديتوب، په وحشیانه توگه له بشري حقونو څخه سرغړونه په ایریتیریا کې واکمنه وه او تر ننه پوري واکمنه ده او هغه هم د دولت له خوا.»

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون مشره د ایریتیریا په هکله خپل قضاوت بیانوي: «انسانان د یوه بې رحمه دیکتاتور د زورزیاتي له لاسه تښتي، هغه تور چې د اسمارا حکومت یې په شدت سره ردوي. په نایروبي کې د ایراتیریا سفیر بییني روسوم بیا دغه تورونه ردوي: «زه شوک شوم، حیران او وارخطا شوم، دغه رپوټ په بشپړ ډول ظالمانه او نفرت زیږونکی دی. دا زموږ پر ټولني، دولت، خلکو او دوستانو باندي یو بشپړ بې بنسټه برید دی.»

د بخښنې نړیوال سازمان د ۱۰۰۰۰ سیاسي بندیانو په هکله رپوت ورکړی دی چې په بې رحمانه شرایطو کې په زندانونو کې دي.

د دې امکان شته چې هر یو ایریتیریایې بې تفاوته دی چې هغه څوکلن دی، له ښوونځي څخه عسکري مکلفیت ته ثوق کيږي. د دغه هیواد پر اقتصاد یو دروند بار د دې سبب گرځي چې دغه مهاجر د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره له سرحدي پولو تیریږي.

دوی ته د یو فراري په سترگه کتل کیږي او کیدای شي سمدسي په ډزو وویشل شي. ایریتیریا په بهرنیو هیوادونو کې شاوخوا یو میلیونه کډوال لري.

له بلې خوا دغه هیواد د دغو کډوالو پيسو ته ضرورت لري چې له بهرنیو هیوادونو څخه په هیواد کې دننه خپلو کورنیو او دوستانو ته يې وراستوي. اټکل کیږي چې د ایریتیریا د اقتصاد یو پر دریمه برخه د هغو مهاجرو پر پیسو ولاړه ده چې په هیواد کې دننه ورته د قانون ماتونکي یا جنایتکار په سترگه کتل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب