1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې ۱۰ زره مهاجر ماشومان ورک دي

۱۳۹۴ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

ماشومان له خپلو میندو او پلرونو سره او یا هم یوازې د یوه ښه ژوند په لټه کې د اروپا پر لور استول کیږي. د «يورو پول» په حواله په زرونه ماشومان لا درکه دي. دوی ویره لري چې دغه ماشومان د جنایتکارو ډلو لاس ته نه وي ورغلي.

https://p.dw.com/p/1Ho3i
Mazedonien Balkanroute Kinder
انځور: Getty Images/AFP/A. Nimani

د «يورو پول» یا اروپایې اتحادیې د پولیسو په یوه څېړنیز رپوټ کې راغلي دي چې د تیرو ۱۸ څخه تر ۲۴ میاشتو په موده کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ ماشومان ورک شوي دي. دا د منځني ختیځ او نږدي ختیځ د جگړه ځپلو او بحراني سیمو هغه بې سرپرسته ماشومان ول چې اروپا ته تر رسیدو وروسته ورک شوي دي.

د اروپایې اتحادیې د پولیسو چارواکي ویره لري چې د دغو ماشومانو ځيني يې کیدای شي د جنایتکارو ډلو یا انساني قاچابرانو لاسو ته لیدلي وي. خو يورو پول زیاتوي چې ټول دغه ماشومان په خطر کې نه دي، امکان لري چې د هغوی ډېر يې له خپلو خپلوانو سره یوځای شوي وي، خو دا معلومه نه ده چې پاته نور به یې چیري وي؟

د کوچنیانو استثمار او له هغوی څخه ناوړه جنسې استفاده

د يورو پول یوه مسئول براین دونالد، د «آبزرور» بریتانوي ورځپاڼې ته ویلي دي چې په اروپایې هیوادونو کې تر نوم ثبتولو وروسته زرگونه ماشومان او تنکي ځوانان لاردکه شوي دي. هغه ویلي دي: «موږ نه پوهیږو چې دوی چیري دي، څه کوي او له کومو کسانو سره دي.»

د دونالد په خبره اوس د اروپایې اتحادیې پولیس داسي شواهد لري چې د دغو بې سر پرسته کډوال ځيني يې له جنسي تیري سره مخامخ شوی دي. هغه بانډونه یا ډلي چې تر اوسه پورې د قاچاقبرانو په توگه پیژندل شوي دي له ځوان مهاجرو څخه د غلام په توگه کار اخلي او پر نجونو جنسې تیري کوي.

د اروپایې اتحادیې د پولیسو د دغه مامور په حواله په ټوله اروپا کې له مهاجرو څخه ناوړه استفاده او له دوی څخه د غلامانو په توگه کاراخیستنې او بدلمنۍ ته د اړ ایستنې رپوټونه وکول شوي.

د يورو پول د اټکلونو له مخې یوزاي په ایټالیا کې ۵۰۰۰ کم سنه ماشومان ورک شوي دي. ۱۰۰۰ بې سرپرسته ماشومان د سویډن هیواد تریلبورگ بندر ته داخل شوي دي او بیا له هغه ځایه لادرکه شوي دي. د اروپایې اتحادیې د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې د نورو هیوادونو په اړه نه شي کولای اعداد او شمیرې وړاندی کړي. همدارنگه د يورو پول په دغه نوملړ کې د آلمان یادونه نه ده شوې.

محتاطانه اټکل

د «آبزرور» ورځپاڼې په حواله د «سیف دي چلنډرن» یا د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو اداره اټکل کوي چې تیر کال شاوخوا ۲۶۰۰۰ بې سرپرسته ماشومان اروپا ته داخل شوي دي. «آبزرور» لیکلي دي چې ایرو پول فکر نه کوي چې د دوی شمیر دی تر دې ډیر لوړ وي.

د دغو شمیر په حواله اروپا ته داخل شوو مهاجرو ۲۷ سلنه قانوني سن ته نه دي رسیدلي. د یو میلیون مهاجرو له جملې څخه ۲۷۰ زره یې تر ۱۸ کلونو د کم عمر درلودونکي دي. دونالد ویلي دي: «دوی ټول بې سرپرسته نه ول. خو موږ داسې شواهد لرو چې د دغو ماشومانو څخه ډيرو یې یا یوې لویې برخې یې یوازې سفر کړی دی.»

نوموړي زیاته کړې چې له همدې امله د لس زره بې سرپرسته لادرکه شوو ماشومانو شمیر یو اټکلي او محتاطانه شمیر دی.