1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې سړې هوا مهاجر له سختو ستونزو سره مخامخ کړي

۱۳۹۵ دی ۲۰, دوشنبه

د یکشنبې په ورځ په ټوله اروپا کې شدید بادونه او سخته سړه هوا وه چې د بې کوره او کډوالو په اړه يې سختي اندېښنې رامنځ ته شوي دي. په سربستان کې خلک د هغو کډوالو مرستې ته راووتل چې پر سړکونو ویدیږي.

https://p.dw.com/p/2VVdP
Serbien Flüchtlinge in Belgrad
انځور: Getty Images/S. Stevanovic

په تيرو څو ورځو کې په اروپا کې ډیري يخي هوا تر لسو ډیر کسان وژلې، د کلیو اړیکې یې له ښارونو سره قطع شوي، د اوبو او بریښنا د بندیدو پیښي رامنځ ته شوي او د الوتکو پروازونه لغو شوي دي.

په پولند کې د شنبې په ورځ سړې هوا دوه نارینه ووژل. له دې سره په دې هیواد کې د تیر کال له نوامبر مياشتي راهیسې د يخي هوا له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۵ تنو ته رسیدلی دی.

په ایټالیا کې هم اته تنه د يخي هوا له کبله وژل شوي. د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم له خلکو وغوښتل چې له مهاجرو سره مرسته وکړي.

د سربستان په پلازمېنه بلګراد کې ډېر کډوال چې افغانان او پاکستانيان دي، په خالي ګدامونو، د اورگاډو په تمځايونو او نورو ځایونو کې وخت تیروي.

له يخي هوا څخه د هغوی د ژغورني په موخه اوس ډېر مرسته کوونکي سازمانونه له دغو کډوالو سره مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې یوې ویاندې میرجانه میلنکوفسکي، ویلي دي: «موږ ټول له دغو خلکو سره د مرستې له پاره ګډ کار کوو.»

ډیر مهاجر اوس هم نه غواړي چې په سربستان کې خپل د پناه غوښتنلیک ورکړي او په دې هیله په يخوا هوا کې شپې او ورځې تیروي چې ځان به د اروپايي ټولنې یوه بل هیواد ته ورسوي.

په بلغاريا کې هم پولیسو ویلي دي چې دوه عراقيان او یوه سومالیايي ښځه هم د سړې هوا له کبله وژل شوي دي. مرستندویه کارکوونکو روښانه کړې ده چې د بلغاریا په ډیرو کمپونو کې ډیر پناه غوښتونکي اوس ناروغه دي.

د آلمان فدرالو پولیسو هم د یکشنبې په ورځ د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۹ کډوال په یوه موټر کې موندلي دي. دغه پیښه په بارین ایالت کې له هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د کډوالو د موټر چلوونکی په خپله وتښتید او هغوی یې په يخه هوای کې پریښودل.

دغه کډوال ټول له هیپوترمي څخه چې د يخي هوا له کبله د بدن د غړو له کاره لویدو ته ویل کیږي، رنځ گالي.