په اروپا کې د بايسکل چلوني۱۰ ښایسته تریني لاري
په اروپا کې بايسکل چلونکي ډیر زیات دي. له همدې امله د اروپا په ټولو هیوادونو کې د بايسکل چلونکو له پاره جلا لاري وي. په دې انځوریز رپوټ کې به په اروپا کې د بايسکل چلوني د لسو بهترو لارو سیل وکړو.
په ایټالیا کې له «سویلي تیرول» څخه نیولې تر «سلووینیه» پوري ۳۶۶ کیلومتره د بايسکل لاره ده. د دغې لاري یو سر له دراوا سیند څخه پيلیږي.
دغه لار د چک جمهوریت له پلازمېني پراگ څخه پيلیږي او د آیلبي سیند پر غاړه په شگلنو غرنيزو سيمو کي په تیریدو د آلمان د درسدن، مگدي بورگ او هامبورگ ښارونو ته او بیا له هغه ځايه تر شمالي بحیرې پوري رسیږي. دغه لار۱۲۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
د کلاوډیا آگستا روټ په نامه د بايسکل لاره د آلمان د ډوناو وورته سیمي پیلیږي او نږدې ۷۰۰ کیلومتره لیري د ایټاليا ښار وینس پوري غځیدلې دی. بايسکل چلونکي په دې توگه د دغې پخوانۍ لاري په وسیله د الپ غرونو له سلسلې او د سویلي ټیرول له رایشن جهیل څخه تیریږي.
د بايسکل دغه لار د سويس هیواد د مالویا له سیمې څخه پيل او د آلمان له پاساؤ ښار څخه تیریږي. په لاره کې د آلپ غرونو له لوړو او ژورو څخه د تیریدو له پاره د پښو قوي عضلې پکار دي. په عین وخت کې بايسکل چلونکي ته د ډیرو ښایسته منظرو د لیدو زمینه هم مساعدیږي.
نزدې ۴۵۰۰ کیلومتره د بايسکل دغه اوږده لار د اقیانوس سمندر پر غاړه د فرانسې له Loire وادي څخه پيلیږي او تر توري بحیرې پورې غځیدلې دی.
نږدې ۳۰۰ کیلومتره د بايسکل دغه لار له رایشن څخه تر ویرونا پوري د ایچ سیند چې د سویلي تیرول تر ټولو اوږد سیند دی او د آدریا په بحیره کې لویږي پر غاړی غځیدلې.
د شمالي بحیرې تر څنگ غځیدلې دغه لاره ۶۰۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د نیوزیلنډ له ټاپو څخه په ناروی هیواد کې د بیرگن تر سیمې پوري غځیدلې دی. دغه لار د اروپایې بايسکل چلونکو د فدراسیون په شبکه کې شامله ده.
د کونستانس جهیل د بائسیکل جلوني لار د تر ټولو ډیر کاریدونکو لارو په کتار کې په دریم نمبر کې ځای لري.دغه لار چې ۲۶۰ کیلومتره اوږدوالې لري د آلمان، اطریش او سويس له سرحدونو سره یوازي دغه جهیل احطوا کوي. له همدې امله بايسکل چلونکي د دغي لارې د مشهورو زړه راښکونکو منظرو له لیدلو څخه خوند اخلي.
په سویس کې د راین سیند له سرچیني څخه د هالنډ روتردام ښار ته نږدې شمالي بحیرې پوري غځیدلې دغه لار ته« یورو ویلو ۱۵» ویل کیږي. دغه لاره چې ۱۲۳۰ کیلومتره اږدوالی لري په نړۍ کې یو ترټولو د ډیر استعمالیدونکي بائسیکل لارو څخه شمیرل کیږي.
دا په آلمان کې د بايسکل تر ټولو اوږده او مشهوره لاره ده. ډینیوب بايک پاته ۲۸ نیم سوه کیلومتره اوږدوالی لري. دا د آلمان د بریگ له کوم ځای څخه چې د ډینیوب سیند سرچینه اخلي پيلیږي او په رومانیا کې ټولچیا سیمي ته نږدې د ډینیوب دلتا پوري غځیدلې دی. د اطریش پلازمېنه ویانا هم د دغي لاري په اوږدو کې موقعیت لري. د بایسکل دغه لاره او سیند دواړه له اتو هیوادونو څخه تیریږي.