په اروپا کې استوګنه او کار، بلو کارت څنګه ترلاسه کیږي؟
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبهد اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې بلو کارت یا آبي رنګه کارت هغو کسانو ته ورکول کیږي چې لوړ تحصیلات ولري او د اروپایې اتحادیې له کوم غړي هیواد څخه ورته د کار وړاندیز هم شوی وي.
د بلو کارت لرونکي کسان تر یوې ټاکنې مودې وروسته کولی شي په اروپا کې په دایمي توګه د پاتېدو اسناد ترلاسه کړي. سربیره پر دې د بلو کارت لرونکي کسان کولی شي چې د خپلې کورنۍ غړي لکه میرمنه، ماشومان، مور پلار او هغه کسان چې نفقه یې په ده پورې اړه ولري اروپا ته را ؤغواړي.
د غوښتنلیک تر منل کیدو وروسته د دندې یا وظیفې د مودې په پام کې نیولو سره له یوه تر ۴ کلونو مودې له پاره دغه کارتونه ورکول کیږي چې د تمدید وړ دي.
په اروپا کې تر دوو کلونو تیرولو وروسته د دغه کارت درلودونکی د هغو ټولو حقونو څخه برخمن کیږي چې یو اروپایې تبع یې لري، خو هغه د کور پيرلو او پور ترلاسه کولو په برخه کې له حکومتي آسانیاو څخه استفاده نه شي کولې.
کوم کسان بلو کارت ترلاسه کولی شي؟
- غوښتنلیک وړاندي کوونکی باید لږ تر لږه له پوهنتونه فارغ شوی وي.
د اروپایې اتحادیې له یوه غړي هیواد څخه ورته د کار وړاندیز شوی وي.
- د دندې له پاره د حد اقل معاش اندازه هم ټاکل شوې ده، د بیلګې په توګه په آلمان کې باید کلنې تنخوا یې لږ تر لږه ۵۲ زره يورو وي.
خو په هغو برخو کې، چې مسلکي خلکو ته اړتیا وي که د دندې ترلاسه کوونکي تنخوا ۴۰۵۶۰ یورو پورې هم وي نو هغه هم کولی شي د بلو کارت له پاره عریضه ورکړي.
د بلو کارت د غوښتنلیک طریقه
پر ډنمارک، آیرلنډ او بریتانيا سربیره کیدای شي په هر اروپایې هیواد کې د بلو کارت ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیک وړاندې شي. غوښتنلیک باید په اړوند هیواد کې د بهرنیانو د چارو دفتر ته وړاندې شي.
د بلو کارت ترلاسه کوونکی کولی شي چې غوښتنلیک وړاندې کړي او یا هغه شرکت یا اداره چې نوموړي شخص ته کار ورکوي هم د ده له پاره د بلو کارت غوښتنه کولی شي.
آیا بلو کارت لغو کیدای هم شي؟
په اروپا کې د بلو کارت ترلاسه کول یو ستونزمن کار دی او په ځنې وختونو کې تر اجرا کیدو وروسته هم لغوه کیدلای شي. د یو څو لاملونو يادونه يې.
- که کار ورکوونکې اداره په فساد کې ښکیله وي.
- که د بلو کارت ترلاسه کوونکي شخص اسناد جعلي وي.
- همدا رنګه د خلکو امنیت یا روغتیا ته د خطر په صورت کې هم کیدای شي بلو کارت لغو شي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: