1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د انساني قاچاقبرو يوه شبکه و نيول سوه

۱۳۸۹ دی ۲۳, پنجشنبه

د اروپايي پوليسو ادارې، ايرو پول، وويل چي د انساني قاچاق وړونکو يوه شبکه چي هر مياشت يې تقريباً 200 بهرني کډوال اروپا ته ليږدول نيول سوې ده.

https://p.dw.com/p/Qrh2
دغه شبکه له 2008 کال څخه را په دي خوا فعاله وه.
دغه شبکه له 2008 کال څخه را په دي خوا فعاله وه.انځور: DPA

د رويترز د خبري آژانس د رپوټ له مخه چي د امستردام څخه يې خپور کړی، ايرو پول په ايټاليا کي د پوليسو د پلټني په مرسته دغه شبکه شنډه کړې ده.

په رپوټ کي راغلي دي چي نوموړې شبکې بهرني غير قانوني پناه غوښتونکي چي ډيری يې د افغانستان څخه ؤ لويديځي اروپا ته ليږدول.

د ايروپول په وينا پاڼه کي ويل سوي دي:« د اروپا په سرحدونوکي د دوکلونو پلټنو په نتيجه کي چي زياته برخه يې په ايټاليا کي او دغه راز په فرانسه او آلمان کي تر سره سوي دي، 26 مشکوک قاچاق وړونکي د جنورۍ پر 11 ونيول سول.»

په وينا پاڼه کي زياته سوې ده چي د دغي شبکې ارتباطي کسان او ډلي په يونان، ناروې، سويډن، برتانيه، افغانستان، ايران او پاکستان کي ديره دي.

وړاندي ويل سوي دي چي دغه شبکه له 2008 کال څخه را په دي خوا فعاله وه اوغيرقانوني کډوال يي د پيسو په بدل کي اروپايي هيوادونو ته ليږدول.

د دغو کډوالو يو پر پنځمه برخه کوچنيان دي چي د اروپايي پوليسو د پلټنو په نتيجه کي په کورونو کي پيدا سوي دي.

په رپوټ کي راغلي دي چي افغان کډوال د پاکستان، ايران او ترکيې او بيا د البانيا، بوزنيا، کرويشيا، مونتينګرو او يا سلوانيا له لاري يونان او ايتاليا ته ليږدول سوي دي.

د ايرو پول د معلوماتو له مخه، کله چي دغه کډوال د ايتاليا پلازميني روم ته رسيدل، له هغه ځاي څخه د اروپا شمال پر لور د ناروي، سويډن او بريتانيا ته وړل سوي دي.

ايرو پول وويل چي د کډوالو دغه غير قانوني سفر څو ورځي يا څو اونۍ او يا هم ښايي مياشتي وخت نيولی وي تر څو هدف ته رسول سوي دي.

اروپايي پوليسو دا هم ويلي دي چي د کډوالو څخه قاچاق وړونکو د 3500 ايرو تر 5000 پوري نغدي پيسي تر لاسه کړي دي.

د ايتاليا پوليسو هم د دغي قاچاق وړونکي شبکي د نيولو خبر تصديق کړی او ويلي يې دي چي کيدای سي، په دغو غير قانوني کډوالو کي «زور پالونکي اسلاميستان» هم شامل وي.

د ايټاليا يو څارنوال خبريالانو ته وويل: « پر ځينو کسانو چي تر تحقيق لاندي دي د نړيوال تروريزم سره د اړيکو در لودلو ګمان کيږي.»

فرانس پرس خبري آژانس د ايټاليا د پوليسو له خولې په خپل رپوټ کي وايي چي د قاچاق وړونکو په ډله کي افغانان، کردان او پاکستانيان هم لاس لري.

هغوی د پيسو د ليږدولو لپاره د حوالي له سيستم څخه چي په شرقي نړۍ کي ډير مشهوردی کاراخلي.

اروپايي هيوادونو ته د غيرقانوني کډوالو ليږدول د يو شميراروپايي هيوادونو لپاره يوه لانجمنه سياسي موضوع ده او وخت په وخت د اروپا په اتحاديه کي د غړوهيوادونو ترمنځ ور باندي بحث روان دی.

د اروپا اتحاديه تر اوسه پوري نه ده بريالی سوې چي د غير قانوني کډوالو په وړاندي يو واحد سياست غوره کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل