په اروپا کي به نژدې ۱۰۰زره افغانان ونه منل سي
۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبهپه يونان او د مقدونيا په سرحدونو کي د افغان مهاجرو اندېښمن وضعيت ته په کتو سره مشرانو جرگې د افغانستان د مهاجرو او راستنېدونکو چارو وزير د يکشنبې په ورځ وربللی وو څو د مهاجرو په برخه کي د دوی پوښتنو ته جوابونه ووايي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي د ۲۰۱۵م کال تر پايه پوري نژدې ۲۵۰ زره افغانانو په اروپا کي د پناه غوښتنه کړې ده. د مهاجرينو وزير د مشرانو جرگې په استجوابيه غونډه کي وويل چي احتمالاً اروپا ته د رسېدلو مهاجرو د۴۰ سلنه پناه غوښتنه به ونه منل سي.
افغان حکومت تلاښ کوي چي د مهاجرو د بيرته راستنېدو په صورت کي هغوی ته کاري زمينې برابري کړي.
د افغانستان د مهاجرو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په دې اړه وويل: «هڅه کوو داسي تفاهم نامه ولرو چي په هغه کي له اروپايي ټولني سره په گډه د راستنېدونکو مهاجرو له پاره په خپل هیواد کي کاري زمينې برابري او د نور مهاجرت مخنيوی وسي.»
د مهاجرو وزير وويل، پتېيلې ئې ده چي دغه تفاهم نامه د افغانستان له خوا بشپړه او جرمني او نورو اروپايي هيوادونو ته ولېږل سي. دغه تفاهم نامه له اروپا څخه پخپله خوښه د افغانانو پر راستنېدو ټينگار کوي او بايد د هغو هيوادونو پارلمانونه ئې تصويب کړي چي افغانانو پناه وروړې ده.
بلخي وويل چي له اروپايي هيوادونو سره په خبرو کي له اروپا څخه په زوره د افغانانو د راايستلو د مخنيوي په اړه خبري سوي دي: «اروپايي هيوادونو غوښتل چي د افغان مهاجرو ۴۰ سلنه چي نژدې ۱۰۰زره کسان کيږي په زوره بيرته وباسي خو زموږ سره په خبرو کي د دغه کار مخنیوی وسو.»
د افغانستان د مهاجرو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخي همدا اوس نژدې درې ميليونه مهاجر په پاکستان، دوه ميليونه او ۴۰۰ زره په ايران، ۶۵۰ زره د سیمي په هیوادنو او نژدې ۳۵۴ زره په اروپايي هيوادونو کي مهاجر دي.