1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اخراج شویو افغان مهاجرو کې یو تن معلول مهاجر هم وو

۱۳۹۶ بهمن ۵, پنجشنبه

له آلمان څخه افغانستان ته د تازه اخراج شویو مهاجرو په ډله کې یو معلول هم شامل دی، چې شوک یې هم لیدلی دی. د هغه مدافع وکيلې ویلي دي چې تر وروستیو ساعتونو پورې یې د رضا ح. د اخراج د مخنيوي هڅه کړې.

https://p.dw.com/p/2rTyK
Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

له آلمان څخه د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج لړۍ په نهم پراز کې په مجموع کې ۱۹ تنه افغانان مهاجر بیرته افغانستان ته واستول شول. د آلمان د ریګن بورګه ایالت یوه وکيله مارال نوروزي، وایې چې هغې د سه شنبې ورځې تر ماښامه پورې هڅه وکړه چې د رضا ح په نوم د یوه افغان مهاجر چې معلول او شوک لیدلی وو، د اخراج مخه ونیسي.

شل کلن رضا ح. په یوه سترګه معلول دی او د ویرې یا شوک ستونزه لري. د هغه مدافع وکيله د رضا ح. اخراج یوه تیروتنه بولي. د نوروزي په خبره آلماني اداره رضا ح. د هغو اخراج  شویو کسانو په ډله کې حساب کړ چې د خپل هویت د ثابتولو له پاره د اسنادو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي ول.

د آلمان حکومت د پریکړې پر بنسټ هغه افغان مهاجر بیرته افغانستان ته استول کیږي چې په آلمان کې یې کوم جرم ترسره کړی وي، د خطر پيښولو ویره یې موجوده وي او یا هم د خپل هویت د ثابتولو په برخه کې د اسنادو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی وي.

د آلماني چارواکو په حواله افغانستان ته په تازه اخراج شویو کسانو کې ۱۳ تنو یې په آلمان کې جرمونه کړي ول، یو تن یې د آلماني ادارو په اند خطرناک او پنځه تنه نور یې د خپل هویت په ثابتولو کې پاتې راغلي ول.

په افغانستان کې پر خراب امنیتي وضعیت سربیره، آلمان یو وار بیا د رد شویو مهاجرو یوه ډله د سه شنبې په شپه افغانستان ته واستوله. په دې پرواز کې چې ټاکل شوې وه ۸۰ تنه رد شوي افغان مهاجر به افغانستان ته واستول شي، یوازې ۱۹ تنه واستول شول. په وروستیو ساعتونو کې آلماني محکمی د یو شمیر نورو مهاجرو اخراج وځنډاوه.

د رضا ح. د وکیلې په خبره هغه اسناد نه لري او کله چې لس کلن وو په افغانستان کې د یوې چاودنې په پایله کې یې خپله سترګه له لاسه ورکړه او د دغې پيښې له امله یې سخت شوک لیدلی. وروسته تر دې هغه له خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجر شوی وو.

نوموړې زیاتوې چې رضا ح. په افغانستان کې هیڅوک نه لري او زیاتوي چې رضا په خبرو کې ایراني لهجه لري. هغه له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د آلمان په بایرن ایالت کې له خپلې مشرې خور او اوښې (د خور میړه) سره یوځای ژوند کاوه. 

د «انګه ایمن» په نوم د متقاعدینو مرستندویه سازمان هم هڅه کړې وه چې رضا ح. ته د بشپړ معلول درجه واخلي یعنې هغه بشپړ معلول ثابت کړي. خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت وایې چې دوی د اخراجیدونکو مهاجرو هر یو مورد په جلا جلا څیړلی او وروسته تر دې یې پریکړه کړې ده.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: