1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتریش کي په يوه لارۍ موټر کي ۲۰مهاجر مړه سوي

۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په ویانا کې د کډوالو پر موضوع سرمشریزه روانه ده، یو ټکان ورکونکی خبر ورکړل شوی دی. له هنگري څخه د اتریش پر لور عمومي لارې (A4) کې په یوه بار وړونکې لارۍ کې د ۲۰ کډوالو مړي موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GMrg
انځور: picture-alliance/dpa/R. Parigger

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په یوه بار وړونکي لارۍ کې د کډوالو مړي موندل شوي دي. د پولیسو د خبر له مخې دغه لارۍ د ویانا په سویل کې پر عمومي لار موندل شوې وه.

په پام کې ده چې په دې هکله نور جزئیات د اتریش د کورنیو چارو وزیره یوهانا مکل لایتنر، په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې وړاندې کړي.

د (APA) په نوم خبري آژانس د پولیسو په حواله خبر ورکړی دی چې په لارۍ کې ۵۰ تنه کډوال مړه شوي دي. په ویانا کې د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «یوه بار وړونکي لارۍ له جسدونو څخه ډکه ده.»

د «کرونین څایټونگ» د معلوماتو له مخې دا ددې نښانه ده چې د دغو کسانو د لارۍ د بار وړلو په ځای کې ساه بندې شوې وي.

د ختیځ پر لور مهم مسیر

دغه لارۍ د نیوزیدل او پارن دورف تر منځ موندل شوې ده. د پیښې ځای د هنگري سرحد ته څیرمه دی. د (A4) په نوم عمومي لار له ویانا څخه د هنگري او سلواکیا پر لور مهم مسیر گڼل کیږي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیري یوهانا مکل لایتنر، ویلي دي: «دغي تراژیدۍ موږ ټول غمجن کړي يو.» د هغې په وینا د انسانانو قاچاق کوونکي جنایت کاران دي.