1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ابيجان کي هرڅه په ټپه ولاړ دي

۱۳۹۰ فروردین ۱۷, چهارشنبه

د عاج د ساحل په جنوب کي دغه څو ميليوني ښار د ارواحو په ښار اوښتی دی. اکثره وخت پکښي برق نه وي او د اوبو جريان هم قطع سوی دی. اوس هم کله کله ټکان اوريدل کيږي او داسي ښکاري چي اوضاع لا مطمينه نه ده.

https://p.dw.com/p/RFsO
د ابيجان څخه ټول خلک د وتلو په حال کي دي
د ابيجان څخه ټول خلک د وتلو په حال کي ديانځور: AP

ددغه ښار يو تن اوسيدونکي وای، چي هرڅه په ټپه ولاړ دي. پر سړکانو نه انسانان، نه ټکسي او نه هم نور موټران ليدل کيږي. دغه چوپتيا سړی ته واقعاً بيره پيدا کوي.

داسي ښکاري چي د جمهور رئيس اوواترا دپاره وار په وار سختيږي چي د خپل رقيب بګبو پلويان شاته وتمبوي. د بګبو پوځونه څو زرو کسانو ته رسيږي، اکثره يې مخالفينو ته ورغلل ، خو پاته کسان تر آخري لحظي پوري د بګبو څخه دفاع کوي.

دده په زرهاوه پلويان د هغه د کور پر شاوخوا ولاړ دي. د هغه پوځونو د آر ټي آي په نامه دولتي تلويزيون هم بيرته تر خپل کنترول لاندي راوستی دی.

د بګبو د پوځ د بريدونو په نتيجه کي تيره اونۍ د شين خوليو په نامه څلور بين المللي عسکر ټپيان سول. ددغه هيواد څخه ۱۵۰۰ ملکي بهرنيان د پور بوت په نامه فرانسوي پوځي قرارګاه ته تښتيدلي دي.

ددغه هيواد په لويديځ کي د ډله ايزو وژنو څخه خبرونه ورکول کيږي. د مرستندويو ټولنو په حواله په تيره اونۍ کي په زرهاوو کسان وژل سوي دي چي د هغو په ډله کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي.

ملګري ملتونه هم د قومي جګړو څخه خبري کوي. او د اوواترا پر پوځونو باندي تور لګوي چي زياتره قتلونه دده له خوا سوي دي.

په دې ترڅ کي اوواترا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون سره تيليفوني خبري کړي دي او ددي غوښتنه يي کړي چي ددغو پيښو پلټني وکړي.

خو د نړيوالو له خوا په رسميت پيژندل سوي دغه جمهور رئيس د قدرت د لاس ته راوړلو دپاره لا اوس هم په لوړ قيمت سره مبارزه کوي. مخکي تردې چي دی د جمهوري رياست ماڼۍ ته ورننوزي، د ريښتني سړي او ددغه هيواد د مبارز په نامه د هغه لقب لکه داره سوی دی.

الکساندر ربات/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل