1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلیسا د مهاجرینو د اخراج څرنګه مخه نیسي؟

۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبه

د آلمان له حکومت سره د یوه تړون په اساس کلیساو د ۲۰۱۸م کال په لومړیو کې لږ تر لږه د ۵۰۰ داسې مهاجرینو د اخراج مخه نیولې چې باید له آلمان څخه اخراج شي. خو د آلمان له پاره بدیل ګوند د کلیساوو پردغو فعالیتونو نیوکه کړې.

https://p.dw.com/p/2yPan
Kirchenasyl
انځور: Imago/C. Mang

د آلمان کلیساوو د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې تقریباً له ۵۰۰ داسې کسانو سره مرسته کړې چې باید د آلمان د قوانینو په اساس له دې هیواد څخه اخراج کړل شي. کلیساوو دغو مهاجرینو ته پناه ورکړې او یا یې د دوی د اخراج لړۍ ورو کړې ده. 

دغه تازه شمیرې او معلومات د آلمان په پارلمان کې د آلمان له پاره بدیل ګوند چې د مسلمانانو او مهاجرینو ضد ګوند دی، د یوې پوښتنې په ځواب کې د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت وړاندې کړي دي.

خو د دې باوجود، دغه شمیرې بیا هم دومړه لوړې نه دي لکه څومره یې چې اټکل کیدو. په ۲۰۱۷م کال کې دې ته ورته تقریباً ۱۵۰۰ پیښې ثبت شوي دي. په دې پیښو کې په آلمان کې کلیساوو د مهاجرینو د اخراج په لړۍ کې تر مداخلې وروسته، د یاد مهاجرینو د اخراج مخه نیولې ده. په دې ترتیب سره نو بیا د ۲۰۱۶م کال د مې میاشتې نه نیولې تر د همدې کال دسمبر میاشتې پورې بیا د دې راز پیښو شمیر ۵۲۷ ښوول شوی دی.

د آلمان له پاره بدیل ګوندې د دې هیواد د کورنیو چارو له وزارت څخه د دغو مهاجرینو د هویت او د اصلي هیواد په هکله هم د معلوماتو غوښتنه کړې، خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دې ګوند دغې غوښتنې ته منفي ځواب ویلی دی.

Oberhausen Kirche Flüchtlingsunterkunft Kinder
انځور: Reuters/I. Fassbender

درې کاله وړاندې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې یا «بامف» او د آلمان د کلیساوو ترمنځ د «کلیساوو د پناه غوښتنې» تر نامه لاندې داسې یو تړون لاسلیک شو چې عملي کول یې یو مهم کار نه دی. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله د دې توافق په پایله کې د ډبلن د تړون له مخې د ځینو ځانګړو رد شوو دوسیو پلټنه او تعقیب به د کلیساوو استازي کوي او بیا وروسته به د دوسیې په هکله را ټول کړل شوي ټول معلومات د «بامف» ادارې ته سپارل کیږي چې په هکله یې له سره بیا کتنه وشي.

په آلمان کې کلیساوې د خپلې شورا له لارې د یو شمیر ځانګړو مهاجرینو د پناه غوښتنې پریکړه هم کولی شي او په دې توګه د دغو مهاجرینو د استوګنې او د خوراک د لګښت مسوولیت هم د کلیساوو په غاړه وي.

په آلمان کې د کلیساوو د پناه غوښتنې دغه بهیر په ۱۹۸۳م کال کې هغه مهال پیل شو چې په برلین کې یوې محکمې د یوه ترکي وګړي د اخراج پریکړه کړې وه او بیا وروسته کلیسا د نومړي ترکي وګړي د اخراج د مخنیوي هڅه وکړه. خو سربیره پر دې بیا هم دغه ترکي مهاجر بیا وروسته ځان وژنه وکړه. په همدې موده کې په ترکیه کې پوځي حکومت حاکم وو.

زموږ له آرشیف څخه: