1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موسيقي

ځيني مهاجر په توقیف کې د مامورینو له بد چلنده شکایت کوي

۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

ځيني هغه پناه غوښتونکي چې د آلمان د نیدرزاکسن ایالت د هانوور ښار په توقیف خونو کې د اخراج له پاره انتظار باسي، د دې توقیف ځای د مامورینو پر ضد یې قانوني شکایت کړی.

https://p.dw.com/p/2ur4e
Themenbild Ukrainische Illegale in Deutschland
انځور: AP

د پنجشنبې په ورځ د آلمان د هانوور ښار څارنوال کاترین زوفکر د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» ته ویلي چې د جمعې په ورځ د لانګنهاګن په سیمه کې تر ښار دباندي په یوه توقیف ځای کې دوو نیول شوو کسانو د هانوور ښار څارنوالی ته خپل شکایت سپارلی دی.

میرمن زوفکر په دې ترتیب د «هانوورشه الګماینه څایتونګ» ورځپاڼه کې د مامورینو پر ضد د حقوقي شکایت په اړ خپور شوی رپوټ تائید کړ. د یادې ورځپاڼې د رپوټ په حواله هغه مهاجرین چې په دې توقیف ځای کې له آلمان څخه د اخراج له پاره انتظار باسي، دوی شکایت کړی دی چې د زندان د مامورینو له لوري وهل او ډبل شوي، سپکاوی او په مختلفو ډولو ځورول کیږي.

د دې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، مجموعاً لس تنه نیول شوو مهاجرینو د یوه لیک له لارې شکایت کړی دی چې دغه توقیف ځای ته تر رسیدو سمدلاسه وروسته، دوی له چیغو او تهدیدونو سره مخامخ شوي دي او که چيري همکاري و نه کړي، نو دوی بیا له زور زیاتي سره مخ کیږي.

سربیره پر دې دغو کسانو همدا راز شکایت کړی دی چې د دې توقیف ځای مامورینو د تشناب لاره تړلې او یا یې پرته له کوم دلیله دوی د مجازات په خونو کې بنديان کړي دي.

په عین حال کې د هانوور ښار څارنواله کاترین زوفکر ټینګار کوي چې «د دې شکایتونو په هکله څیړنې ادامه لري.» په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې د څیړنو له پاره وخت ځکه کم دی چې له دې بد چلند سره مخامخ شوي زیاتره کسان، تر دې وړاندې یا له دې توقیف ځایه آزاد کړل شوي او یا هم بیرته خپلو هیوادونو ته اخراج شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: تيرکال د کوم هیواد څومره پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي؟