په آلمان کې په تېښته شکمن ترهګر ونیول شو
۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبهد زاکسن ایالت د پولیسو په حواله د جابر البکر، د نیولو عملیات د شپې تر نیمايي لږ مخکې ترسره شول. دغه شکمن ترهګر د آلمان په لايپڅيگ ښار کې نیول شوی دی. پوليسو په خپل تویتر کې لیکلي دي: «موږ وکولای شول، خو تر اندازې ډیر خوشحاله یو.»
دغه ۲۲ کلن سوریایې مهاجر له شنبې ورځې راهیسې په تېښته کې وو. د دیر شپيګل"Der Spiegel" اونلاين په حواله دغه کس تیره شپه له سیمه ییزو خلکو څخه د شپې تیرولو له پاره د سرپناه غوښتنه کړې وه چې په یوه اپارتمان کې ونیول شو.
پولیسو په ټول ایالت کې د دغه شکمن ترهګر د نیولو هڅې پيل کړي وې چې ویل کیږي له داعش سره یې ارتباط درلود. په هوایې ډګرونو او د ریل ګاډو په سټیشنونو کې امنیتي تدابیر سخت کړل شوي ول. د آلمان د فدرالي څارنوالۍ ادارې له دغه شکمن کس څخه ابتدایې پوښتني گروېږني کړي دي.
پوليسو د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې۸) د کیمنتس ښار په یوه کور کې چاودیدونکي توکي ومودل او ګومان کیږي چې دغه ځوان غوښتل د داعش ډلې په لارښونه یو ترهګر برید ترسره کړي. دغه سوریایې څه موده وړاندی د مهاجر په توګه آلمان ته راغلی وو.