په آلمان کې پر مهاجرو بريد
۱۳۹۶ مهر ۱۱, سهشنبهد آلمان د تورنګين ايالت پوليس د هغو ځوانو مهاجرو پر هستوگنځای چي ۱۸ کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي د حملې خبر ورکړی دئ. د پوليسو يو وياند ويلي دي چې تورن کسان د ښی اړخه افراطيانو له ډلې څخه دي.
د پوليسو د وياند په وينا، ياد کسان د دوشنبې په شپه په آپولدا ښار کې د مهاجرو کور ته په زور ننوتلي او تر لفظي شخړي وروسته يې څلور تنه مهاجر سربېرن ټپيان کړي دي.
دا هغه ځوان مهاجر دي چې بې له خپلو کورنيو يوازې آلمان ته راغلي دي. ويل کيږي چې د دوي کورته ننوتلي کسان د نشه ول.
د آپولدا ښار د پوليسو وياند زياتوي چې تورن کسان نيول شوي دي او د خلکو آرام ته د مزاحمت کولو په دليل ترې پوښتني گروېږني کيږي.
د پوليسو د څيړنو له مخې، مهاجرو په خپل کور کې موسيقي په لوړ غږ غږوله چې تر ډير شورماشور جوړولو وروسته دغه کسان مجبور شوي چې د هغو د غلي کولو له پاره يې کور ته داخل شي.
پوليسو ويلي دي چې نشه کسانو له ځان سره يو زنځير او يو سيخ وړی وو، څو يې مهاجر پرې وهلي وي.
زموږ له ارشيف څخه: