1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر انټرنت د سوريايي ماشوم خرڅلاو غبرګونونه راپارولي

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

د آلمان د دويسبورګ ښار پولیسو په انټرنيت کې د يو سوریايي مهاجر ماشوم د خرڅلاو د اعلان په اړه د حقيقت موندنې په لټه کې دي. د دغه څلويښت ورځني ماشوم مور او پلار د خپل ماشوم د خرڅلاو اعلان خپرول ردوي.

https://p.dw.com/p/2RGj5
Baby im Internet zum Verkauf angeboten
انځور: picture alliance/dpa/eBay Kleinanzeigen

د تيرې سه شنبې په ورځ، د څلويښت دقيقو لپاره د يو ماشوم انځور انټرنيت کې نندارې ته ايښودل شوی وو. د خرڅلاو توکو په انټرنيټي ويب پانې (eBay) کې د دغه ماشوم د خرڅلاو لپاره د هغه د مشخصاتو په باب داسې لیکل شوي وو. « څلویښت ورځنۍ کوچنی ماشوم چې نوم يې ماريا دی، د ۵ زره يورو په قيمت د خرڅلاو لپاره دی». دغې موضوع د دغې انټرنيټې پاڼې کارونکو ته انديښنې راولاړې کړي او پر دغه شرکت باندې نيوکې هم وشوې.

لږ وروسته، پولیسو دغه ماشوم تر خپل مواظبت لاندې راوست او د هغه مور او پلار یې هم د لا زياتو پلټنو لپاره خپل مرکز ته راوستل. د دغه ماشوم مور ۲۱ کاله او پلار يې ۲۸ کاله عمر لري چې دواړه د سوريې هيواد اتباع دي. د دويسبورګ ښار د پوليسو په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې هغوې دغه موضوع د «مشکوک انساني قاچاق پورې» اړوند ګڼي.

پوليسو د شواهدو د ترلاسه کولو په موخه د ماشوم د مور او پلار کور او د هغوې کمپيوټر هم پلټلی دی. خو د ماشوم مور او پلار ويلي دي چې د ماشوم د خرڅلاو اعلان د کوم بل چا لخوا خپور شوی وو.

د دويسبورګ ښار د پوليسو وياند رامون فون ديرمالت دويچه ويله سره په مرکه کې ويلي دي چې د ماشوم مور او پلار په دغې قضيه کې لاس لرل رد کړي دي. د ماشوم د پلار په وينا چې د هغه موبايل چې زيات انځورونه یې لرل، د اعلان له خپريدو څخه د مخه ورک شوی وو.

پوليسو د حقيقت موندنې په موخه زیات تحقيقات ترسره کړي خو تر اوسه يې داسې هيڅ ډول شواهد ندي موندلي چې پر مټ يې د دغې قضيې په تړاو تورن کس وموندل شي.

د دغه ماشوم مور او پلار ويلي دي چې کيدای شي دغه کار چا د ټوکو په موخه ترسره کړی وي. لومړني ترلاسه شوي معلومات ښيي چې ياد اعلان د دغې درې کسيزه کورنۍ د انټرنيټي آدرس له طريقه خپور شوی وي. خو پوليس وايي چې دغه انټرنيتي آدرس یا (IP Address) ته د دوی نور خپلوان او کورنۍ هم لاسرسی لري.

 دغه پیښه په داسې حالت کې رامنځ ته شوې چې په دې ورستيو کې د انسان د قاچاق پديدې د نړۍ په کچه انديښنې له ځانه سره راولاړې کړي دي. د انساني قاچاق مافيايي کړۍ چې تر ډيره انسانان اروپا ته قاچاق کوي، ډیری وخت د پولیسو لخوا نيول شوي دي.

د هسپانيې پوليسو په يو تازه اقدام کې د انساني قاچاقبرانو يوه شپږکسيزه ډله په په دې وروستیو کې په مادرید کې ونيوله. دغې ډلې تر اوسه پورې لږ ترلږه ۵۰۰ کسان، له افريقایي هيوادونو څخه اتریش، فرانسې، آلمان او د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو ته د درې زره يورو په بدل کې رسولي دي.