په آلمان کې هر څلورم مهاجر کار لري
۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعهپه آلمان کې د «راینشه پوست» په نوم ورځپاڼي په خپل یوه خپاره کړي رپوټ کې لیکلي چې له ۲۰۱۵م کال راهيسي آلمان ته د داخل شوو مهاجرو هر څلورم یې په کار بوخت شوی دی.
د کار په برخه کې د آلمانۍ څیړنیزې موسسې یا «ای. اې. بي» مشر هیربرت بروکر په دې هکله ویلي: «هر وخت چې د کارموندنې پرمختګ په همدې کچه پرمخ ولاړ شي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به نیمايي مهاجرین کارونه ولري.»
د بروکر د وړاندوینو پر اساس اټکل کیږي چې د روان کال تر پایه پوري به په میاشتني ډول له ۸۵۰۰ مهاجرو څخه نیولې تر۱۰ زرو مهاجرو پوري به د آلمان د کار بازار ته داخل شي.
په آلمان کې د کار د فدرالې ادارې ارزوني ښيي چې د نورو اتباعو په پرتله پاکستانیان تر ډیره د کارموندلو په برخه کې بریالي دي.
په عین وخت کې د روان ۲۰۱۸م کال په فبروري میاشت کې شاوخوا ۴۰ سلنه پاکستاني مهاجرین د آلمان د کار بازار ته داخل شوي دي. له بل پلوه بیا د کار موندلو په خبره کي د نایجریا او ایران د مهاجرو شمېر زيات دی. په همدې ترتیب د شمیرو له مخې له هرو پنځو سوریايي مهاجرو څخه یو یې کار لري.
سربیره پر دې په ۲۰۱۵م کال کې چې د اروپا د مهاجرت کړکیچ د پیل لومړی کال ګڼل کیږي، شاوخوا ۸۹۰ زره مهاجرین او پناه غوښتونکې آلمان ته داخل شول. په ۲۰۱۶م کال کې بیا دغه شمیر۲۸۰ زره وو او بیا د تیر میلادي کال په ترڅ کې آلمان ته د راغلو مهاجرو او پناه غوښتونکو شمیر ۱۸۷ کسانو ته راټیټ شوی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډیر مهاجر او پناه غوښتونکو یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده، خو بیا هم په دې رپوټ کې د افغان مهاجرو د کارموندې د شمیرو په برخه کې څه نه دي ویل شوي.
زموږ له ارشيف څخه: