1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له هرو ۴ نويو زېږېدلو نجونو يوه ښايي سل کلنه شي

۱۳۹۵ دی ۱, چهارشنبه

د «آلمان د متقاعدینو انستیتوت» د څیړني له مخې په دې هیواد کې سږل کال د زیږیدونکو هرو څلورو نجونو څخه یوه به یې سل کلنۍ ته ورسیږي او د دغو نجونږ ۹۰ سلنه به یې ۲۱۰۰ میلادي کال وویني.

https://p.dw.com/p/2Udsm
Leipzig Fünf Babys nebeneinander auf einem Bett
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

د «آلمان د متقاعدینو انستیتوت» په دې هیواد کې د نوو زیږدونکو هلکانو او نجونو په هکله یوې جالبې پایلي ته رسیدلي دي: سږ کال د هرو څلورو زیږدونکو نجونو څخه به یې یوه سل کلنۍ ته ورسيږي او د هرو شپږو هلکانو څخه به یې یو سل کلني پوره کړي. یا په بل عبارت۹۰ سلنه نجوني او ۸۲ سلنه هلکان چې سږ کال نړۍ ته سترگي پرانیزي، په راتلونکې پیړۍ کې د قدم ايښوولو لوړ چانس لري.

د آلمان د کولن پوهنتون د اقتصاد او احصایې برخي پروفیسر ایکارت بومسدروف، د دې څیړنې په هکله په یوه مرکه کې ویلي دي چې د سن لوړوالی په راتلونکو لسیزو کې ډیر کم په پام کې نیول کیږي. د هغه په خبره ډیر کسان خپل عمر تر هغه ډیر کم اټکلوي چي په حقيقت کي دوی ور رسیږي.

زیاته شوې ده چې د دغه اټکل په برخه کې تیروتنه هم دا ده چې هغوی خپل عمرونه د خپلو میندو او پلرونو او یا نیا او نیکونو له عمرونو سره پرتله کوي او دا خبره هیروي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته د انسانانو په اوسط عمر کې ډیرښت راغلی دی.

د نوموړي پروفیسر په خبره آن د مړیني په جدول کې چې په رسمي توگه خپریږي، هم دغه پرمختگ په نظر کې نه نیول کیږي. په دغه ارقامو کې د نوو زیږیدلو نجونو عمر ۸۳ کاله او د هلکانو عمر ۷۸ کاله تخمنیږي. خو پروفیسر بومسدورف، د خپلې څیړنې پر مټ په دې باوري دی چې هغه ماشومان چې نن سبا زیږي، تر دغه تخمین څخه یې عمرونه حد اقل لس کاله زیات دي.

له ۱۹ پیړۍ څخه تر اوسه پوري د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د انسانو اوسط عمر په پر له پسې ډول زیات شوی دی. که چیرې د یوه فرانسوي د عمر اوږدوالی په ۱۹۰۰م کال کې تر ۴۵ کلنۍ لږ زیات وو، نو په ۲۰۰۰م کال کې د زیږیدلو کسانو اوسط عمر تر ۷۵ کالو پورې رسیږي.

څیړونکي څه د پاسه د یوې پیړۍ په اوږدو کې تر دیرشو کلونو د عمر زیاتیدو عوامل بیلا بیل ښيي. له دې جملې څخه روغتیايي او تکنالوژیک پرمختگونه دي چې په لومړي قدم کې یې د نوو زیږدونکو ماشومانو د مړینې کچي د زياتېدو مخه نیولې او همداشان د انسانو اوسط عمر یې لوړ کړی دی.

نور مطالب: