دوه سوریايي او یو افغان د ترهګریزو کړنو په تور محکمه کیږي
۱۳۹۵ آبان ۲۸, جمعهپه آلمان کې یوې محکمې د جمعې په ورځ د سوريې هیواد دوه وګړي له ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرلو او په سوریه کې له ترهګرو ډلو سره یوځای د جګړې په تور محکمه شول.
د محکمې قاضیانو وویل چې ۲۴ کلن کامل او ۲۲ کلن آزاد د م۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې نه د ۲۰۱۴م کال د اپریل تر میاشتې پورې د فتح الشام ترهګرې ډلې سره یوځای د سوریې دحکومت او د پوځ پرخلاف د سوریې په حلب ښار کې جنګیدلي دي او په جګړه کې ۲۲ کلن آزاد ټپي شوی هم وو.
د قاضیانو په حواله دغو دوو کسانو بیا ترکیې ته سفر وکړ او بیا په ۲۰۱۵م کال کې په ګډه آلمان ته راغلي دي ترڅو د ټپي سوریايي ځوان درملنه په آلمان کې وشي.
دغه دواړه کسان د روان کال په اپریل میاشت کې په آلمان کې نیول شوي وو او د آلمان د قانون په اساس د دوی د هویت په هکله پوره معلومات نه دي خپاره شوي.
د جمعې په ورځ د آلمان فدرالي محکمې د یو بل ۱۷ کلن افغان ځوان عبدالله د نیول کیدو خبر هم ورکړ. په دې افغان وګړي د بهرنۍ ترهګرې دلې د غړیتوب تور دی.
عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ نیول شوی، په افغانستان کې د طالبانو له ډلې سره پر اړیکې لرلو تورن دی. د قاضیانو په حواله دې کس په ۲۰۱۳م کال کې په افغانستان کې په جګړیز ماموریت کې هم ګډون کړی دی.
د قاضیانو وینا پاڼه دغه افغان ځوان پر افغان پولیسو او ملي اردو باندې په څو ځله بریدونو او ډزو کولو تورنوي.
وینا پاڼې په آلمان کې د دې افغان وګړي د نیول کیدو د ځای په هکله معلومات نه دي ورکړي او دا هم نه دي ویل شوي چې دغه کس څنګه توانیدلی آلمان ته داخل شي.