1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د یو میلیون کارځایونه رامنځته کیدلو وړاندوینه

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

په روان میلادي کال کې د آلمان د کار په بازار کې د مهاجرینو ونډه د پخوا په پرتله ډیره شوې. د برلین اقتصادي څیړنیز انستیتوت وړاندوینه کړې چې ښایي په راتلونکې کې مهاجرو ته د کار ځایونو د برابرولو امکانات هم لوړ شي.

https://p.dw.com/p/2ZFAE
Marcel Fratzscher Präsident DIW
انځور: DW/P. Kouparanis

د برلین داقتصادي څیړنیز انستیتوت اقتصاد پوهان انتظار لري چي په روان میلادي کال کي به  ۶۰۰ زره نوي کارځایونه او پر دې سربیره په راتلونکي کال کي نور ۴۴۰ زره کارځایونه رامنځته سي. په دې ډول سره به د بیکارۍ سطحه د ۲۰۱۸م کال تر پایه پوري ۵،۱ فیصد ته راکښته سي، چي دا به د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۰،۷ فیصده کمه وي.

د دغه انستیتوت د اقتصادي ودې آمر فردینات فیشتنر، د چهارشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۱۵ نیټه وویل چي د دې یو دلیل دا دی چی کار کوونکو نور ډیر انتخاب نه درلود. د نوموړي په خبره: «دا د شرکتونو لپاره هم جالبه ده، چي خلکو ته کارونه ورکړي او کار کوونکي راجلب کړي. له بل لوري بیا د شرکتونو د گټې په نسبت معاشونه او د هغوی جانبي مصارف هم ډیر نه دي لوړ سوي.»

د برلین اقتصادي انستیتوت همدا راز اټکل کوي، چي د خدماتو، تعلیم او تربیې، نرسنگ او روغتیايي خدماتو په برخه کې زیات روزل شوي کسان شتون نه لري نو له همدې امله نوو کسانو ته ضرورت لري. دغه کار په حقیقت کې د مهاجرو لپاره د کار امکانات هم لوړوي او له همدې امله په روان کال کې لا ډیرو کډوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه انستیتوت دروان میلادي کال لپاره په دغه هیواد کي د خپلې اقتصادي ودې اټکل یوڅه لوړ کړی دی او ویلي یې دي چی ۱،۴ فیصده وده به رامنځته سي. د راتلونکي کال لپاره یې بیا د ۱،۷ فیصده اټکل کړی دی.