په آلمان کې د کډوالو د استوگنځایونو له پاره طرحې
اوسمهال په آلمان کې کډوالو ته په خیمو، کانتینرونو، لویو سالونونو کې ځای ورکړل شوی دی. خو مهندسان وایي چې دا له انساني ارزښتونو سره نه جوړیږي او له دې کبله یې پر بدیلو طرحو کار کړی دی.
د هانور پوهنتون محصلینو د کډوالو د استوگنځای یوه طرحه جوړې کړې ده. دغه پروژه چې «راځئ ! د یو او بل له پاره» نومیږي کډوالو ته د ودانیو په وروستیو پوړونو کې د سر پناه طرحه وړاندې کوي. په دغه طرحه کې محصلینو د پوهنتون د پوهنځیو د ودانیو پر سر د اوسیدو وړاندیز کړی. نورې طرحې تر اوسه یوازې خیالي کیسې دي.
په آلمان کې داسې ۸۷۰ بیړۍ شته چې له هغې څخه نور کار نه اخیستل کیږي. یوه طرحه دا ده چې له هغو څخه د کډوالو له پاره د اوبو پر سر یا په اصطلاح «لامبوزنې سرپناوې» جوړې شي. د سمندر اوبه د فلتر تر دستگاه تیرې شي او په کښتۍ کې جوړو شوو کورونو کې ترې استفاده وشي. مهندسانو د بریښنا له پاره سولر او د باد په واسطه پیدا کیدونکي انرژي په پام کې نیولې ده.
په هانور کې هالنډي د ایکسپو ۲۰۰۰ نړیوال نندارتون ودانۍ د نمایش تر ختمیدو وروسته خالي پرته ده. د مهاجرو پر استوگنځای باندې د دغې ودانۍ د بدلیدو پوتنسیل شته. د ودانۍ په دریم پوړ کې باغچه د استوگنې او تفریح له پاره یو ښه امکان برابروي.
له لرگي څخه جوړ د استوگنې ځایونه د دوو خالي ودانیو په منځ کې په ښه شان ځایدی شي، چې په آلمان کې دغسې ودانۍ هر چیرې لیدل کیږي. د هغې مثبت اړخ دا دی چې په څو ورځو کې چمتو کیدای شي او که چیرې له دغې استوگنځای څخه نوره گټه نه اخیستل کیږي، نو ژر بیرته لیرې کیدای شي او یا ترې دفتري ودانۍ جوړیدای شي.
د لایبنتڅ، پوهنتون محصلینو وړې باغچې د کډوالو د استوگنځایونو په توگه وړاندیز کړي دي. مثلا د هغې مثبت اړخ د خوراکي موادو په برخه کې په ځان د بسیا کیدو چانس او په باغ کې آرامښت ښوول شوی دی.
په ښارونو کې زیاتره وخت د موټرو له سترو پارکونو یا تم ځایونو څخه سمه استفاده نه ده شوې. دغه ځایونه د ښارونو په منځ کې د کډوالو پر استوگنځایونو بدلیدای شي. په دغه طرحه کې د پارکونو له تهکاوۍ څخه د موټرو له پاره هم استفاده کیدای شي.
د هانور په یوه شمالي ښار کې د بار وړلو اورگاډو یو تم ځای له کلونو راهیسې خالي پروت دی. په دغه ځای کې د مهاجرو له پاره کافي ځای شته. د محصلینو طرحه دا ده چې کډوال د اورگاډونو په واگونونو کې میشت کړای شي. د آلمان په هر لوی ښار کې دغسې د اورگاډو تش تم ځایونه شته چې د کډوالو د اوسیدو د ځایونو په طرحه پرې کار کیدی شي.