1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتونکو دوسيو ته د رسیدګي وخت وغځول شو

۱۳۹۶ آبان ۹, سه‌شنبه

د آلمان د مهاجرت ادارې د کال په پيل کې د پناه غوښتنې چارې په ډيرې چټکې پر مخ وړلې خو اوس په دغې اداره کې د پرسونل د کمښت له کبله داسې ښکاري چې دغه بهیر ټکنی شوی وي.

https://p.dw.com/p/2moGf
Berlin Zentrale Aufnahmeeinrichtung Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/B. V. Jutrczenka

د آلمانۍ ورځپاڼې «نورنبرګر نخريشتن» د رپوټ په حواله د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې یا «بامف» د روان ميلادي کال په هره میاشت د پناه غوښتنې شاوخوا ۵۰ زره دوسيې څيړلي. خو په ورستيو وختونو کې دغه بهير ټکنی شوی او دغه شمير په مياشت کې د ۱۵ او ۱۷ زرو ترمنځ ته راښکته شوی دی.

نوې دوسيې آن په دوو مياشتو کې بشپړې شوې، په داسې حال کې چې په جنورۍ مياشت کې هرې يوې يې یوازې يوه نيمه اوونۍ وخت ته اړتيا لرله.

د کارمندانو موقتي قراردادونه

ورځپاڼې د يوه داخلي سند پر اساس ویلي دي چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې بايد ۴۴ زره دوسيو ته رسيدګي وشي. د سپتمبر مياشتې په پاي کې پر نزدې ۵۲ زره پخوانيو دوسيو لا هيڅ کار نه وو شوی چې په کې يو شمير ېې آن د ۲۰۱۵ کال دي. سربيره پر دې د پناه غوښتنې ۴۸ زره نوې دوسيې ثبت شوي دي. په اصل کې بايد تر اوسه پورې د ۲۰۱۶ کال ټولو دوسيو ته رسيدګي شوې وای.

د ورځپاڼې رپوټ ښيي چې د کاري بهير ټکنی کيدل، د مهاجرت ادارې د پرسونل له کموالي سره تړاو لري. تر دې مخکې په دې ادارې کې شاوخوا ۱۰ زره کسان په دندو ګومارل شوي ول خو په سپتمبر مياشتې کې دغه شمير ۷۸۰۰ تنو ته راښکته شو او نيمايي کاري قراردادونه موقتي ول.

د ادغام کورسونه هم ورو مخ ته ځي

دغه رپوټ ته په کتو، د ژبې د زدکړې او ادغام کورسونه هم د پام وړ ورو پر مخ  روان دي. د دغه رپوټ پر اساس په سپتمبر مياشت کې ۲۸ زره کسان د ادغام په کورسونو کې شامل شوي ول چې دغه تعداد د اړتيا وړ کسانو د ډلې شاوخوا نيمايي برخه ده.

په دغو کورسونو کې د شامليدو د انتظار موده هم اوږده شوې ده. په اوسط ډول، کله چې يو پناه غوښتونکی د ادغام په کورسونو کې د داخليدو اجازه ترلاسه کوي، باید لږ تر لږه شپږ مياشتې انتظار وباسی تر څو په دغو کورسونو کې ځای پیدا کړي.

د «نورنبرګر نخريشتن» ورځپاڼې د رپوټ پر اساس د ادغام دورو لاسته راوړنې هم د تمې خلاف دومره ښې نه دي ثابت شوي. په سپتمبر مياشت کې يوازې ۳۰۰۰ ګډونوال په دې بريالي شوي چې د ژبې په برخه کې د «B2» تر کچې سندونه ترلاسه کړي. په دې منځ کې ډیر شمير ګډونوالو يادې روزنيزې دورې پرته له برياليتوبه پاي ته رسولي دی.

k.s/m.s(kna, Nürnberger Nachrichten)