په آلمان کې د پناه غوښتونو پر استوګنځایونو بریدونه کم شوي
۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبهپه ۲۰۱۷ کال کې په ټول آلمان کې د پناه غوښتونکو پر استوګنځایونو باندې د بریدونو شمیر کم شوی دی. د «هایلبرونز اشتیمه» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۲۶مه نېټه) په یوه رپوټ کې د آلمان د جنایي جرمونو فدرالې ادارې په حواله لیکلي دي چې د روان کال له پیل څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر ۲۳مې نیټې پورې په ټول آلمان کې د پناه غوښتونکو پر استوګنځایونو باندې د بریدونو شمیر ۲۲۶ ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د دغه شان بریدونو شمیر ۹۹۵ ته رسیده. په ۲۰۱۵ کال کې بیا د دغه شان بریدونو شمیر ۱۰۳۱ وو.
دې ورځپاڼې همداراز لیکلي دي چې د ۲۰۱۷ کال د ټولو بریدونو له ډلې څخه د ۲۱۳ موردو انګیزه یې ښي اړخی افراطیت بلل شوی او د پاتو ۱۳ موردو انګیزه لا روښانه نه ده.
د «هایلبرونز اشتیمه» ورځپاڼې لیکلي دي چې ډیری ثبت شوي جرمونه د تبلیغاتو، شتمنیو ته د زیان رسولو او له تاوتریخوالي ډګ اعمالو ترسره کولو پیښې دي.
زموږ له ارشیف څخه: