1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتنې له پاره کوم مهم ټکي باید په پام کې ونیول شي؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۳, یکشنبه

په آلمان کې د زیات شمیر مهاجرینو د موجودیت له کبله د دې هیواد ادارې تر کاري فشار لاندې دي او له همدې امله د پناه غوښتونکو د دوسیو ارزول ځینې وخت کلونه وخت نیسي. دا چې هر څه ښه پرمخ ولاړ شي، لاندې ټکي ډیر مهم ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2yryE
Symbolbild - Antrag auf Asyl in Deutschland
انځور: Sean Gallup/Getty Images

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې له ادارې یا «بامف» سره د خپل لومړني ملاقات پرمهال ستاسې د شخصي جزئیاتو لکه د اوسیدو ځای، د ښوونځي او لوړو زده کړو، د ژبې او د سفر د لارې په هکله معلومات ټولیږي. په دې ترڅ کې یو ژباړونکی موجود وي او ستاسې معلومات په آلماني ژبه اړوند چاوراکي ته ژباړي.

د آلمان د پناه غوښتنې او مهاجرت یا «بامف» ادارې پر انترنیتي پاڼه باندې ځینې داسې معلومات خپاره شوي چې له مهاجرینو سره مرسته کوي ترڅو د دوی د پناه غوښتنې لړۍ چټکه پرمخ ولاړ شي.

د بامف ادارې په خپله انترنتي پاڼه کې لیکلي چې مهاجرین او پناه غوښتونکي د خپلو دوسیو د چټکې ارزونې له پاره د پناه غوښتنې د درخواست پرمهال لاندې شخصي اسناد تر کومه حده چي موجود وي، په اصلي بڼه وړاندې کړي: پاسپورت، تذکره، د ښوونځي اسناد، د تولد سند، د موټر چلوونې لیسنس، د فامیل د نوم لیکنې سند، فامیلي کتاب، نکاح خط، د عسکرۍ کارت، د وظیفې کارت، د غړیتوب کارت، د کار ثبوت سند او هغه مهاجرین چې عیسویت ته اوښتي وي د عیسویت سند.

Deutschland Berlin Symbolbild - Antrag auf Asyl in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

سربیره پر دې بامف پر خپله انترنت پاڼه همدا راز لیکلي چې یو مهاجر یا پناه غوښتونکی باید د خپلې دوسیې د ثبوت له پاره ټول اړوند لازم اسناد په چاپي او اصلي بڼه وړاندې کړي. یاده اداره وړاندیز کوي چې بې ربطه اسناد وړاندې کول نه یوازې کومه مرسته نه کوي بلکه د دواړو لورو وخت ضایع کوي.

بامف د یو مهاجر یا پناه غوښتنې د تیښتې د عواملو په هکله هم د ځینو اسنادو نوملړ خپور کړی چې ملاقات پرمهال یې وړاندې کول له مهاجرینو سره مرستندویه ثابتیږي. په دې اسنادو کې لاندې موارد شامل دي: انځورونه، د محکمې د پروسیجر احکام یا پریکړې، د نیول کیدو امر، د پولیسو د تفتیشو اعلانونه او یا د پولیسو د نورو اقداماتو اسناد، د تهدید خطونه، د اخبارونو او یا نورو رسنیو راپورونه چې ستاسې نوم پکې یاد شوی وي، د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، انسټاګرام، ټویټر او داسې نور پوسټونه چې ستاسو له وطن نه د تیښتې د سببونو په اړه وي، نور اسناد لکه د شاهدانو بیانونه هم مرسته کولی شي.

د مهاجر یا پناه غوښتونکې د موقف د اثبات له پاره ځینې تصدیق نامې هم مرسته کولی شي د بیلګې په توګه: د ډاکټر تصدیق، د ډاکټر خط، د روانشناسۍ تشخیص، د تشدد/وهلو ټکولو تصدیق، نور تصدیقونه هم مرسته کولی شي.

یوازې هغه اسناد له ځان سره راوړئ چې ستاسو د قضیې سره تړون لري. په تاسو لازمه ده چې اسناد مو په کاغذ چاپ کړئ او د مرکې پرمهال یې وړاندې کړئ. د دې ټولو سربیره بامف ادارې وړاندې لیکلي چې که یو مهاجر یا پناه غوښتونکي ته د ابتدایي استوګنې په مرکز کې د اوسېدلو ځای نه وي ورکړل شوی، نو په دې صورت کې باید خپل ادرس هم یادې ادارې ته ورکړل شي.

زموږ له آرشیف څخه: