1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتني شمېر لږ شوی

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د يوه راپور له مخي په آلمان کي د پناه غوښتونکو شمير نور هم پر کمېدو دی. په فبروري مياشت کي ۱۱زره کسانو نومونه ثبت کړي دي چي ډيری يې له سوريې، عراق او نايجريا څخه راغلي دي.

https://p.dw.com/p/2uELm
Deutschland BAMF-Außenstelle in Bingen am Rhein
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، د تير کال له همدي مياشتي سره د پرتلني له مخې سږکال د پناه غوښتونکو په شمير کې  ۲۳ سلنه کمښت راغلی دی. شمیرنو دغه راز ښوولي ده چې له جنوري مياشتي څخه تر فبروري مياشت پورې بيا يو څه شمير راټيټ شوی دې.

آلمان ته د روان کال په فبروري مياشت کې تر ټولو زيات پناه غوښتونکي له سوريې څخه راغلي دي چې شمير يې (۲۲۱۸) دی. له عراق څخه (۱۰۵۲) او له نايجريا څخه (۷۹۹) کسان راغلي دي. د آلمان د کډوالو چارو فدرالي ادارې ته په فبروري مياشت کې په رسمي توګه ۱۲۴۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. په دغو ارقامو کې د پناه غوښتونکو لومړي او وروستې شمير شامل وو.

په فبروري مياشت کي د ۲۱۳۰۰ کسانو په اړه پريکړي شوي. له دوي څخه ۳۳۳۵ کسانو د مهاجرو له پاره د ژنيو کنوانسيون له مخې قبولي ورکړل شوه. ۲۳۸۵ کسانو ته بیا د اوسیدلو محدوده ویزه ورکړل شوه، چې دوي نه شی کولای خپلې کورنۍ راولي.

برسیره پردې د آلمان فدرالې ادارې د ۱۱۲۶ مهاجرو بيرته ليږدول منع کړل او هم د ۷۸۸۲ کسانو د پناه غوښتنه رد شوه. د "Rheinische Post" ورځپاڼي د خبر له مخې د قبليدلو چانس ډير زيات په دې پورې تړاو لري چې په کوم ايالت کې د پناه اخيستني غوښتنليک وړاندي شوی دی. دغې ورځپاڼې د مهاجرو او پناه غوښتونکو ادارو ارقامو ته په پام سره ليکلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې د قبول شويٍو کسانو شمير د آلمان په زارلاند ايالت کې ۷۲ اشياره اته سلنه او په براندنبورګ کې د ۲۴ اشياره پنځه سلنه تر منځ وو.

نوموړي ورځپاڼې په رپوټ کې دا نه دي راغلي چې د پناه غوښتونکو اصلي هیوادونه د دوي په رد کيدلو او قبولۍ کې څومره اغيز لري.

خو په دغه رپوټ کې، د آلمان په پارلمان کي د کيڼ اړخي گوند د يوې پوښتني په جواب کي د آلمان د مهاجرو چارو اداري ويلي دي چې د پناه غوښتونکو شمير د دوی اصلي هیوادونو ته په پام سره په ۱۶ ايالاتونو کي يو ډول نه دی. نو په دې ډول د مهاجرو اداري په ټول هيواد کي له بيلا بیلو مهاجرو سره مخ دي.

خو د سیاسي علومو کارپوه گرالد شنایدر، د آلمان په ايالاتونو کي د قبولۍ او يا د پناه غوښتني په تړاو سترو توپيرونو باندي انتقاد کوي او دغه وضعيت د منلو وړ نه ګڼي. د هغه په اند «مسول کارکونکي په ظاهره د خپل کار له سیاسي او ټولنيز چاپيريال څخه اغيزمن کيږي.» د سیاسي علومو دغه  کارپوه وويل: «د پناه اخيستنې چانس نه ښاي چې په يو خاص ايالت پوري تړاو ولري.»

 (S.H/ N.Z) uh/jj (afp, epd, kna)