په آلمان کې د وسلو د جواز غوښتني ډيري شوي
۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سهشنبهد تېرکال له نوامبر میاشتي د روان کال د جنورۍ مياشتي تر پايه پوري د وسلو د جواز غوښتنو شمېر تر ۲۱۰۰۰ لوړ شوی دی. د جرمني خبري آژنس دغه راپور د دغه هيواد په پارلمان کي د زرغون گوند د استازي ايرنا ميهالچ د هغي پوښتني له جوابه جوړ کړی چي په دې اړه يې د جرمني د کورنيو چارو وزارت څخه کړې وه.
ويل شوي دي چې په ټوله ايزه توگه د جنوري میاشتې تر پايه پوري د وسلو د ثبت په ملي دفتر کې کابو ۳۰۱۰۰۰ کوچنۍ وسلې ثبت شوي دي.
په امریکا متحدو ایالاتو کې وضعیت یوه ویرونکي بیلگه ده. د میهالچ په وینا په خپله روزل شوي پولیس هم پر دغه پرمختگ نیوکه کوي. هغې د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «سړی تصور کړي چې د سترو مراسمو لکه د کارنیوال جشن پر مهال انسانان په خاص وضعیت کې ژر وسلې ته لاس کوي او ښایي گډوډي او تاوتریخوالی رامنځ ته شي.»
د نوي کال په شپه د کولن ښار د اورگاډو عمومي تمځای ته څېرمه پر ښځو باندي د جنسي زهيرونو وروسته، آلماني چارواکو په ځينو ایالتونو کې د کوچینو وسلو د جواز ترلاسه کولو له پاره د خلکو د لیوالتیا په هکله خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د دغه ډول وسلو د تر لاسه کولو له پاره شرایط نه شته.
د زرغون گوند د استازې په وینا د دغي غوښتني ډیریدل په مخ پر زیاتیدونکې توگه د ولس ناډاډمنتوب ښيي. میهالچ، له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «هر څومره چې زیات خلک وسلې ولري، د وضعیت د کرارېدو پر ځای به د ترینگلتیا په ډیریدو کې ونډه ولري.»
میهالچ، د «وسلو په قانون کې د نرمښت» راوستلو د بندولو غوښتنه کړې ده. د هغې په نظر د کوچنیو وسلو، د مرچو سپرې او یا دې ته ورته شیان چې د اجازې اخیستلو مکلفیت لري، پر خرڅلاو او ساتلو باندي بندیز ولگول شي.
د زرغون گوند د دغي استازي په وینا «په داسي یوه وضعیت کې موږ وسلو ته اړتیا نه لرو.» د هغې په خبره سیاست باید د پولیسو د ډېرښت او د هغوی د مناسب تجهیز په هکله غور وکړي.