1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مېشتو کډوالو نوې شمېرې

۱۳۹۶ آبان ۱۱, پنجشنبه

په آلمان کې د نوي کال د پيل سره سم تقريبا ۱،۶ ميليونه پناه غوښتونکي ثبت شوي ول. دا په آلمان کې د ۲۰۱۴ کال د پای په پرتله ۸۵۱ زره زيات کسان ول کوم چې په آلمان کې د مېشتو بهرنيانو ۱۶ سلنه تشکيلوي.

https://p.dw.com/p/2mueP
Syrische Flüchtlinge in Deutschland
انځور: picture alliance/dpa/S. Pförtner

دغه ارقام په ويسبادن کې د آلمان د احصايو فدرالي ادارې خپاره کړي دي. د پناه غوښتونکي په توګه ټول هغه کسان ګڼل کيږي چې د بشردوستانه دلايلو له کبله آلمان ته راغلي وي. دا هغه انسانان دي چې د پناه غوښتنې په قضيه کې قرار لري، د جينوا د کنوانسيون له مخې قبول شوي کډوال او يا هغه رد شوي پناه غوښتونکي هم وي، چې دلته خپل اقامت ته دوام ورکوي. د تقريبا ۴۰۰ زره بهرنيانو له ارقامو څخه بيا د بهرنيانو د مرکزي راجيستر په حواله او د احصايو د فدرالي دارې په خبره نه څرګنديږي چې آيا هغوی پناه غوښتونکي دي که نه.

د ډېرو افغانانو د پناه په اړه پرېکړه نه ده شوې

د پناه غوښتونکو په ډله کې ۳۶ سلنې يعنې ۵۷۳ زرو کسانو د پناه ناڅرګند حالت درلود يعنې د پناه د غوښتنليک په هکله يې لا پرېکړه نه وه شوې. ۸۷۲ زرو کسانو يعنې ۵۴ سلنې ورڅخه د اقامت داسې اجازه لرله چې د بشردوستانه دلايلو له مخې ورکړل شوې ده. خو دغسې اجازه اکثرا يعنې په ۶۰۰ زرو مواردو کې د زمان له مخې محدوده وه. د ۱۵۸ زرو پناه غوښتونکو په برخه کې غوښتنليک رد شوی وو چې هغوی بايد اصلا له آلمان څخه وتلي وای. البته په درو په څلورو مواردو کې د وتلو دغه مکلفيت په موقتي ډول ځنډول شوی وو. ډېری هغه پناه غوښتونکي چې د پناه په هکله يې لا پرېکړه نه وه شوې، افغانان ول. په داسې حال کې چې اکثريت هغه کسان چې محدوده قبولي يې اخيستې ده، له سوريې څخه ول. ډېری هغه کسان چې د پناه غوښتنه يې رد شوې ده، له سربستان او البانيا څخه آلمان ته راغلي ول.