په آلمان کې د «می ونې» دود
د آلمان په ډېرو برخو کې د می په لومړۍ نېټه د مئينانو له خوا سينګارې شوې ونې درول کيږي. خو د دغه دود شاليد څه دی؟
بېلابېل رنګونه او شکلونه
د آلمان په ډېرو سيمو کې د می ونې درول کيږي. هغه د رنګينو کاغذونو په واسطه سينګاريږي يا ورباندې رسمونه کيږي. ډېری وخت دغه ونې د کلي يا ښارګوټي په مرکزي واټ کې ولاړې وي.
د می رقص او د والپورګيس شپه
د می ونې اصل ناڅرګند دی. د دغه دود ريښه د جرمنيک اقوامو دورې ته ښايي ورسيږي چې په ځنګل کې يې د والپورګيس شپې وروسته يوه سينګاره شوې ونه دروله. نن سبا دغه د والپورګيس شپه «د می د رقص شپه» هم بلل کيږي.
د کلي يا ښار په مرکزي واټ کې د ونې درول
په بايرن آيالت کې په ۱۸مه پېړۍ کې د خپلواکمنۍ د سمبول په توګه په لومړي ځل يوه می ونه ودرول شوه. وروسته بيا د آلمان په نورو برخو کې هم دغه دود خپور شو. هغه په عنعنوي توګه د مټ په زور درول کيږي. په انځور کې د لايپزيګ ښار ليدل کيږي.
د ګلو ګېډۍ
په عامه واټونو کې ولاړې ونې د ګلو په ګېډيو سينګاريږي. په دغو ګېډيو پسې ګاونډي کلي ښکار کوي چې کله نا کله يې په دې ترتيب غلا کوي او له ځانه سره وړي.
په نورو هېوادو کې هم دغه دود شته
په چېک جمهوريت او د ځينو سکانډيناوي هېوادونو کې هم ونې درول کيږي. د «ميت زومر» مېلې په درشل کې په فينلنډ کې دغه ونې د جون مياشتې په پای کې درول کيږي.
د مينې او محبت ونه
په راينلنډ، زارلنډ، فرانکن او نورو سيمو کې زلميان خپلې محبوبې ته يوه ونه دروي. دغه دود په ۱۷مه پېړۍ کې سرچينه اخلي. زلميانو به هغه وخت ونې په بيه رانيولې او هر چا به خپلې محبوبې ته يوه يوه ونه دروله.
په ځينو کلونو کې نجونې ونې دروي
د کولن ښار په شاوخوا کې سږ کال ښځې بايد خپلو مېړونو او د ژوند ملګرو ته ونې ودروي. که څوک موټر نه لري، نو کولای شي چې ونې په بايسکل بار کړي. دا د مينې اصلي ثبوت دی.
ونه بايد غټه او ښايسته وي
دغه ځوان سړي خپلې محبوبې ته يوه لويه د می ونه پيدا کړې ده چې په موټر کې نه ځاييږي. د ده ملګری د خپل پلار له پاره ونه کور ته وړي، ځکه چې پلار يې د ده د مور له پاره هر کال يوه ونه ورڅخه غواړي.
خپله سينګارول که فرمايشي ونه راغوښتل؟
څوک چې نه غواړي ځان ستړی کړي، کولای شي د ټکسي د لارې ځان ته يوه می ونه راوغواړي. دغسې يوه ونه البته ګرانه ده. خو خپله سینګارول ډېر خوند کوي. مثلا دغسې شمعې ورباندې ځای پر ځای کېدای شي.