په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ په برخه کې یو نوی ګام
۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سهشنبهپه آلمان کې د پروتستانت ځوانانو بنسټ د دې موخې له پاره یوه دری کلنه پروژه پیل کړی ده. له دې پروژې سره دوی په پام کې لري چې د عیسوي دين د پروتستانت، قبطي او ارتودوکس د څانګو ځوانان له مسلمان ځوانانو سره یوځای کړي.
د دې پروژي آمره کاتارينا روزینګ، د دې ګام هدف د پناغوښتونکو له پاره له آلماني ځوانانو سره د اړیکو ټینګولو د زمينې رامنځته کول په ګوته کوي.
د میرمن روزینګ، په خبره سربیره پر دې د دې پروژي اصلي او رضاکاره کارکونکي د دې کار له پاره، د «اوس تر ټولو ډیر! د مذهبي ځوانانو اتحادیې د مهاجرو په ټولنه کې ګډ ژوند ته شکل ورکوي» تر عنوان لاندې، پروګرام په ترڅ کې روزنه ويني.
په آلمان کې د پروتستانت د ځوانانو د مجتمع یا چتر عمومي مشر مایک کورزا، ویلي دي چې دغه پروژه د مختلفو دينونو د پیروانو تر منځ د ګډ سوله ایز ژوند د پياوړې کولو په موخه تر لاس لاندې نیول شوې.
په آلمان کې د پروتستانت کلیسا او د آلمان د فاميلي چارو وزارت له خوا «په دیموکراتیکه فضا کې ژوند» پروګرام په چوکاټ کې د دې اقدام ملاتړ کیږي.
«په آلمان کې د پروتستانت ځوانانو چتر» یا (aej)په دې هیواد کې د عیسوي پروتستانت ځوانانو یوه اتحادیه ده. (aej) د یو چتر په توګه د آلمان د وزارتونو، کلیسایې بنسټونو او نړیوالو شریکانو په مقابل کې، د هغو ۳۲ اتحادیو له ګټو څخه دفاع کوي چې په اوس وخت کې د دغې مجتمع یا چتر غړيتوب لري.
«په آلمان کې د پروتستانت ځوانانو ټولنه» یا (aej)له شاوخوا ۱،۳۵ میلیونه ځوانانو څخه استازیتوب کوي.