په آلمان کې د مهاجرو د مبایلونو پلټنۍ په اړه نوي بحثونه
۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبهد کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې د مهاجرو د اخراج عملي کولو له قانون سره (د هغو مهاجرو چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه رد شوي دي او هویت یې معلوم نه دی) د ګرځنده تلیفونونو د پلټنې اجازه هم ترلاسه کړی ده.
خو د معلوماتو د خوندیتوب په اړه د ملاحظاتو په دلیل یوزاې هغه محدود شمیر قاضیان چې (Volljuristen) (چې د خپلو آزموینو دویم دور یې بشپړ کړې وي او په محاکمو کې کار کوي) کولی شي د دغو مهاجرو ګرځنده تلیفونونو ته لارسرسۍ پيدا کړي.
د آلمان په پارلمان کې د داخلي چارو د کمیسیون مشر انسګر هیویلینګ، د دوشنبې په ورځ (د می میاشتې۲۹) د «دي ولټ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: «د باصلاحیته قاضیانو محدود شمیر مثلاً د BAMP یا کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې تر ۷۰ ډيرو بنسټونو کې کفایت نه کوي چې د مهاجرو لازم شمیر تلیفونونه بررسي کړي.»
د دغه سیاستوال په اند، د پلټنۍ له پاره د مهاجرو د تلیفونو انتخاب یو حساس کار دی، له همدې امله باید په دې برخه لازم شرایط هم ډیر جدي وي. نوموړی زیاتوي: «خو تجربه لرونکي مامورين هم کولی شي دغه دنده ترسره کړي، په هغه صورت کې چې موضوع واقعاً هم د کار د کیفیت پر سر وي، نه د روزني د رسمي کیفیت پر سر.»
خو د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند د داخلي سیاست په چارو کې ویاند بورخارد لیشکا، په اند چې په دې برخه کې حقوقي تغیراتو ته اړتیا نشته. لیشکا د «ولټ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د هغه د معلوماتو پر اساس د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې «لږ شمیر قاضیان کولی شي د دوی په بنسټونو کې د مهاجرو تلیفونونه ؤ ارزوي یا وپلټي، ځکه چې اوس کمپوټري پروګرامونو د دوی اضافي کارونه آسانه کړي دي».
لیشکا دا موضوع تائیده کړه چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره اجازه لري چې بالاخره تر جون میاشتې ورووسته د پلټنې او رزونې له پاره د مهاجرو تلیفونونو ته لاسرسۍ پیدا کړي. البته په هغه صورت کې چې د آلمان د ایالتونو عالي شورا (بونډس رات) او د آلمان په مرکزي پارلمان کې (منځګړي کمیسیون) یې مخه ونه نیسي.
لکه څرنګه تلیفونو ته لاسرسۍ په خصوصي چارو کې جدي مداخله ګڼل کیږي، له همدې امله د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند ته مهمه ده چې یوازې با صلاحیته قاضیان دا کار ترسره کړي.
خو د آلمان په پارلمان کې د داخلي چارو کمیسیون د رئیس انسګر هیویلینګ، په اند موجود قانون د دې کار د بررسۍ له پاره کفایت نه کوي. د هغه په خبره دا چې مبایل تلیفونونه د مهاجرو په هکله د اطلاعاتو ترلاسه کولو یوازنۍ منبع ده له دې امله «اړینه ده چې په لا زیاته پراخه پیمانه دغو تلیفونو ته د لاسرسۍ له پاره قانوني اساسات رامنځته شي.»
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز رپوټ: (23.11.2015)