1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د قاچاقبري شبکې پر ضد اقدامات

۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبه

د آلمان فدرالي پولیسو د دغه هیواد په درو ایالاتونو کې د منظمو نړیوالو انساني قاچاق کوونکو پر ضد اقدامات پيل کړي دي. په دغه ترڅ کې پر ځينو ځایونو باندي چاپې هم وهل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GzR5
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gossmann

د چهارشنبې په ورځ د انساني قاچاقچیانو پر ضد د تالاشیو د اقداماتو مهم مرکز د نارد راین ویستفالن ایالت دی خو په نیدر زاکسن او بادن وورتمبیرگ ایالاتونو کې هم د دغو قاچاقچیانو پر ضد اقدامات پیل شوي دي. دغه خبر په سانگت اوگستین کې د پولیسو یوې ویاندې تائید کړی دی.

د ویاندي په وینا «د قاچاقچیانو د یوې پراخې نړیوالې شبکې» پر ضد دغه اقدامات پیل شوي دي او مامورین پر نورو سربیره د ایسن، گیلزن کیرشن او هیلدیس هایم کې پر دندو بوخت دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې یوازې د فدرالي پولیسو ۵۰۰ مامورین له سهار وختي راهیسې په دغو تالاشیو کې برخه لري چې پکښې ځانگړي ځواکونه هم شامل دي. پر دې سربیره ايالتي پوليس هم د دغه ماموریت ملاتړ کوي.

پولیس د نارد راین ویستفالن ایالت په ایسن ښار کې د یوه کور د تالاشۍ پر مهال
پولیس د نارد راین ویستفالن ایالت په ایسن ښار کې د یوه کور د تالاشۍ پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د دغو اقداماتو شالید د هیلدیس هایم د څارنوالۍ له لوري د منظمو قاچاقچیانو د جنایت پر ضد د څیړنو تر سره کول دي. چارواکي داسې اټکل کوي چې ډیر شمیر مهاجر د جنایت کارانو له خوا آلمان ته راستول کیږي.

په هانوور کې د پولیسو یوې ویاندې ویلي دي چې د سهار پر شپږو بجو په نیدر زاکسن، هیلیدیس هایم، اوسنا بروک او همداشان د پاینه د ناحیې په لېنگیده کې تالاشۍ پیل شوي دي. زیاته شوې ده چې په ټوله کې ۲۴ ځایونه پلټل شوي دي. د «بېلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې پر کورونو باندې هجوم وروړل شوی دی.

تر دې لږ څه د مخه د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې له افغانستان څخه د زیاتو مهاجرو شمیر ته په کتو سره د قاچاقچیانو د یوې منظمې نړیوالې شبکې په هکله خبرداری ورکړی وو.