1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د شکمنو ایراني اجنتانو فعالیت

۱۳۹۶ دی ۲۹, جمعه

د فوکوس مجلې د استخباراتي سرچینو له قوله لیکلي چې د روانې اوونۍ په پیل کې په آلمان کې د شکمنو ایراني جاسوسانو کورونه تلاښي شوي دي. تلاښۍ په برلین کې د یهودانو په تړاو د دغو ایرانیانو د فعالیتونو له کبله ترسره شوې.

https://p.dw.com/p/2r9Ms
Deutschland Razzia gegen Islamisten in Berlin
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان استخباراتي سرچینو فوکوس مجلې ته ویلي دي چې دغو ایرانیانو د بریدونو له پاره اهداف لټول. په دغو هدفونو کې د فوکوس مجلې په خبره د «امریکایي یهودیانو کمیټه» چې یو بانفوذه ډله ده، هم شامله وه.

په هغه رپوټ کې چې فوکوس مجلې د جمعې په ورځ خپور کړی دی، راغلي دي چې ایراني اجنتانو په برلین کې د ارتودوکس یهودانو يوه ټولنه او همداراز د هغوی رابي هم څارله. د دغو ایرانیانو په لیست کې د مکابي په نوم د جمناستیک او نورو سپورتونو یو کلب هم شامل وو.

فوکوس ویلي دي چې د «امریکايي یهودیانو کمیټه» د آلمان له حکومت څخه غواړي چې د ایران سفیر علي مجیدیه، دي له هیواده وباسي. تر کریسمس دوې ورځې وړاندې هم په آلمان کې د ایران سفیر، د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وو. آلماني چارواکو له هغه څخه غوښتي وو چې په تهران کې چارواکو ته ووایي چې د آلمان د ګټو له څار څخه لاس واخلي.

په آلمان کې د یهودانو د مرکزي شورا مشر جوزف سوستر، فوکوس مجلې ته ویلي دي چې دا کار باید بې جزا پاته نه شي. هغه زیاته  کړې ده چې د ایران دغه شان اقداماتو ته په کتو سره، دغه هیواد د آلمان متحد نه شي کیدای او آلمان هم باید خپلو اقتصادي ګټو ته تر خپل کورني امنیت ډیر اهمیت ور نه کړي.

د فوکوس رپوټ تر هغه وروسته خپریږي چې د آلمان فدرال څارنوال د ټول هیواد په کچه د لسو شکمنو ایراني اجنتانو د کورنو او دفترونو د لټولو اجازه ورکړه. د آلمان د دغه لوړپوړي څارنوال دفتر ویلي دي چې پر دغو ایرانیانو باندې شک دی چې په ایران پورې د یوې تړلې استخباراتي ډلې په غوښتنه یې په آلمان کې پر بنسټونو او وګړو باندې څارنه کړې ده.

د څارنوال دفتر په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

زموږ له ارشیف څخه: