1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پولیسو د خپلې لور د وژلو په تور شکمن پاکستانی نیولی

۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبه

آلمان ته راغلی غيرقانوني پاکستاني مهاجر سهيل آ. باندې شک دی چې د پناه غوښتنې تر رد کيدو وروسته يې خپله دوه کلنه لور وژلې او تښتيدلی دی. د آلمان پوليس وايي چې دغه شکمن يې په هسپانيا کې نيولی دی.

https://p.dw.com/p/2mjSs
Symbolbild Mexiko Mord
انځور: Getty Images/Spencer Platt

دغه پيښه د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۳مه نیټه) د آلمان په شمالي ښار هامبورګ کې رامنځ ته شوې وه. د آلماني پوليسو په حواله د سهيل آ. او د هغه د ميرمن لبنا تر منځ شخړه رامنځ ته شوې وه چې تر هغې وروسته لبنا د پيښې د رپوټ ورکولو په موخه د پوليسو ادارې ته تللې وه.

د دويچه ويله اردو څانګې په حواله کله چې لبنا له پوليسو سره يو ځای بيرته کورته راغله سهيل په کور کې نه وو او د خپلې دوه کلنې لور له پروت جسد سره مخامخ شول. هغې د خپلې لور مړی په داسې حال کې ويلید چې په غاړه ټپي شوې وه.

تر دې پيښې وروسته پوليسو د سهيل آ. د نيولو هڅې پيل کړې. سهیل د وروستي ځل له پاره د هامبورګ ښار د اورګاډو په مرکزي تمځاي کې ليدل شوی وو. د سهيل د نيولو په موخه د انترپول څخه هم مرسته غوښتل شوې وه. له برلين څخه د آلمان خبري آژانس د خپرو شويو رپوټو په حواله، پوليسو سهيل د يکشنبې په ورځ د هسپانيا په سان سبستيان سيمه کې نیولی دی.

دغه پاکستانی مهاجر د ۲۰۱۱ کال په دسمبر مياشت کې آلمان ته راغلی وو او خپله د پناه غوښتنه يې وړاندې کړې وه خو دغه غوښتنه يې د آلماني چارواکو له خوا رد شوې وه.

د ۲۰۱۲ کال په جولای مياشت کې د آلمان محکمې هم د سهيل عريضه رد کړه. تر هغې وروسته نوموړي ته د اخراج فيصله واورول شوه. خو د آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» په حواله، د سهيل اخراج د نامعلومو دلايلو له وجې تر سره نه شو.

د اخراج حکم تر اورولو وروسته سهيل او لبنا سره اشنا شول او دهه کاله مخکې یې يوه لور نړۍ ته راغله. د روان کال په اپريل مياشت کې سهيل د خپل برخليک د معلومولو په موخه يو ځل بيا محکمې ته عريضه وړاندې کړه.

د دغې عريضې د څيړنې پر وخت پوليسو محکمې ته ويلي وو چې سهيل له خپلې ميرمن سره زور زياتی او تاوتريخوالی کوي.