1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د انسانانو د قاچاقبرانو پر ضد عملیات

۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د آلمان پولیسو د هیواد په کچه د انساني قاچبرانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې دری شکمن کسان نیولي دي. ویل کیږي چې دغو کسانو د بالکان هیوادونو له لارې آلمان ته مهاجر لیږدول.

https://p.dw.com/p/2rqCB
Deutschland Brandenburg Polizei stoppt Schleuser-Lastwagen
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان پولیسو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد په کچه د پراخو عملیاتو په ترڅ کې دری تنه قاچاقبران نیولي دي. له دغو دریو څخه دوه تنه یې په برلين کې نیول شوي دي. ویل کیږي چې دغو کسانو په لویه کچه انسانان په باروړونکو موټرو کې د بالکان د مسیر له لارې آلمان ته انتقالول.

په دغو عملیاتو کې تر ۲۰۰ ډیرو پولیسو برخه اخیستې وه چې په ترڅ کې یې په برلين، ساکسن، بریمن او نورد راین وستفالن ایالتونو کې یو شمیر کورونه او تجارتي ودانۍ پلټل شوې دي. د پولیسو د ویاند په خبره نیول شوي کسان د ترکیې، پولنډ او بلغاریې هیوادونو اتباع دي.

دوی به د بالکان مسیر څخه د پولند او چک جمهوريت له طریقه آلمان ته مهاجر انتقالول. د معلوماتو له مخې دوی ۱۶۰ تنه مهاجر په لویو باروړونکو موټرو کې په غیرقانوني ډول آلمان ته انتقال کړي دي چې له هر یوه مهاجر څخه یې د دې کار په بدل کې تر اته زره یورو پورې پيسې اخیستي دي.

 د نورو ژوند په خطر کې اچول

ویل کیږي چې دغو دریو شکمنو کسانو د خلکو له ژوند سره لوبی کړي. زیاته شوې چې دوی به د ماشومانو په ګډون مهاجر د باروړونکو موټرو د بار لاندې تختو او موادو شاته پټول. په تړل شوي باروړونکي موټر کې سفر کول خطرناک وي. په ۲۰۱۵ م کال کې د ۷۱ تنو مهاجرو مړي د اطريش هیواد په یوه لویه لار کې په یوه باروړونکي موټر کې وموندل شول.  

د دغو قاچاقبرانو د نیول کیدو ترڅنګ پولیسو یو شمیر شواهد او د دغه سازمان د جوړښت په اړه نوي معلومات هم ترلاسه کړل چې کیدای شي په دې برخه کې لا زیات پرمختګ ته لاره هواره کړي.

د آلمان د (MDR) رسنۍ د څیړنو پر بنسټ په ۲۰۱۷ م کال کې ۱۶۴ تنه قاچاقبران او ۶۳۲ تنه قاچاقیدونکي کسان نیول شوي دي. یو کال مخکې تر هغې هم ۱۶۴ قاچاقبران او ۵۶۵ تنه قاچاقیدونکي کسان نیول شوي ول.

پولیسو د جنایتکاره بانډونو پر وړاندې خپل عملیات زیات کړي دي. څو اونۍ مخکې د آلمان پولیس د پولنډ هیواد له سرحدي پولیسو سره د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وتوانید چې د بین المللي قاچاقبرانو یوه ډله ونیسي.