1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کې د اسلامي شرعي قوانينو له پاره هيڅ ځای نشته»

۱۳۹۷ فروردین ۲۵, شنبه

د آلمان د ښي اړخي ګوند «اې. اف.دې» مشر الګساندر ګاولند له بهرنيو خبريالانو سره په خبرو کې يو ځل بيا اسلام سره خپل مخالفت څرګند کړ. هغه وويل چې «اسلام د آلمان برخه نه ده.»

https://p.dw.com/p/2w2d3
Berlin Pressekonferenz Gauland im VAP
انځور: DW/I. Aftab

د آلمان د «اې.اف.دې» يا آلمان له پاره بديل ګوند مشر الکساندر ګاولاند د آلمان په پلازمينه برلين ښار کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال د آلمان د کورنيو او بهرنيو چارو اړوند د روسيې، امريکا او چين هيوادونو په ګډون د شاخوا ۵۰ بهرنيو خبريالانو تندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ګاولاند په آلمانۍ ټولنه کې د اسلامي ثقافت او سياسي قدرت ترمنځ د همغږۍ په اړه يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، که چيرې په آلمان کې ميشت مسلمانان په شخصي توګه له خپلو عقايدو څخه پيروي کوي کومه ستونزه نده، خو د آلمان په قانون کې د اسلامي شرعيت له پاره هيڅ ځای نشته.

اسلام د آلمان برخه ده

په آلمان کې نژدې څلورنيم ميليونه مسلمانان ژوند کوي. د آلمان پخواني مشر کرستيان وولف د لمړي ځل له پاره په ۲۰۱۰م کال کې وويل چي اسلام د آلمان يوه برخه ده.

خو په تيرو نژدې ورځو کې د آلمان د نوي ائتلافي حکومت د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر چې محافظه پال سياستوال دی هم ويلي وو چې«اسلام د آلمان د ثقافت برخه نه ده.» خو د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل بيا د زيهوفر پر خلاف په پارلمان کې وويل چې «اسلام د آلمان برخه ده.»

د ښې اړخي ګوند مشر الکساندر ګاولند د دويچه ويله يوه پوښتنه په ځواب کې خپل دريځ لا روښانه کړ. هغه وويل: «د آلمان پرمختک له مسيحت څخه دی او دلته يوازې له مسيحي ارزښونو څخه پيروي ترسره کيږي.»

د ګاولند په اند، ستونزه په مذهبي اختلافاتو کې نه بلکه د اسلام په چوکاټ کې د حکومت پر ځانګړي طرزالعمل باندې ده. هغه وويل چې اسلام په اروپايي تاريخ کې پر هسپانيې باندې حکومت کړی دی، خو هلته د نورو اديانو په څير د دغه دين د مذهبي پرمختګونه کومه بيلګه ده موندل شوې. هغه وويل چې په همدې دليل د اسلامي نظام قانون «شريعت» د غربي هيوادونو له آزاد ارزښتونو سره په تضاد کې ده.

لا زيات ټينګار

ګاولند د خپلو خبرو په دوام يو ځل بيا ټينګار وکړ چې «په آلمان کې د اسلامي شرعي قوانينو له پاره هيڅ ځای شتون نه لري.»

دا لمړنی ځل دی چې د مهاجرو او اسلام ضد ګوند مشر د بهرنيو خبريالانو د ټولنې «وي اې پي» په بلنه له خبريالانو سره په خصوصي توګه خبرې کوي.

په دغه خبري کنفرانس کې ګاولند وويل چې د مهاجرو پر مخ د مرکل له خوا د آلمان دروازې پرانيستې پريښودل درست عمل نه وو.  هغه وويل که چيرته دغه دروازې پرانيستل شوې نه وی، نو ډير مهاجر به بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شوي ول او آلمان به يوازې د هغو مهاجرو کوربه وو چې په آلمان کې د سياسي پناه اخيستلو اصلي مستحق دي.

د آلمان دغه سخت دريځه ګوند «اې.اف.دې» د مرکل له مهاجر پلوه سیاست سره مخالف وو او له دغې مسئله څخه په ګټې اخيستنې وتوانيد چې د تيرکال په عمومي ټاکنو کې د دريم ډيرې راي ګټونکي ګوند په توګه د آلمان پارلمان ته لاره پيدا کړي.

زموږ له آرشيف څخه: