په آلمان کې افغاني دوکانونه او غذايي مواد
که تاسو له افغانستانه آلمان يا کوم بل اروپايي هيواد ته ځئ نو د افغاني خوراکي توکو له بابته ډيره انديښنه مه لرئ. د قابلي پلو له پاره له ښو وريژو نيولې تر وچو ميوو، خوږو او آن آچارو پورې په افغاني مارکيټونو کې رانيولی شئ!
پستې وې
د پستو له بابته خو هيڅ انديښڼه مه کوئ، اکثره خوراکيو فروشيو ته چې دننه شی نو مالګينې او ساده پستې به مو په خندا ډکو شونډو هرکلی کوي.
نخود هم ډير دي
کله چې نخود اخلې، او څنګ کې يې شنه مميز ايښي وي نو زړه دې صبر نه کوي چې هغه هم وانخلې، لنډه دا چې هره وچه میوه چې مو افغانستان کې اخيستله آلمان کې هم ورڅخه بې برخې نشئ پاتې کيدای.
شنه مميز
کیدای شي تاسو له افغانستانه اروپا ته د راتلو پر وخت له ځان سره شنه مميز یا نورې وچې ميوې راوړي. خو که رايې نه وړي هم ستونزه نشته د افغانانو دوکانونه دې خدای لري.
پريمانه او ارزانه
د افغانانو په دوکانونو کې هماغه د افغانستان په څير چارمغز يا جوز هم ډير پيدا کيږي. بيه يې هم مناسبه ده.
نقلونه
د افغانانو په دوکانونو کې څه شی زيات دي، نقلونه. که د نقل شوقي یاست او له افغانستانه آلمان ته راځئ نو دا تشويش مه کوئ چې نقل به څنګه کیږي. هم بادامي، هم خسته يي او هم نخودي نقلونه ښه پريمانه پيدا کيږي.
ښه پروسس
له افغاني نقلونه نه يوازې افغانان بلکه آلمانان يې رانيسي. ټولې وچې ميوې په ډبلو پلاستيکي کڅوړو کې سربندې پلورل کيږي تر څو یې نم يا رطوبت نه وي اخیستی.
سنځلې هم شته
څنګه چې په انځور کې ليدل کيږي، په هر جنس د هغه قيمت وهل شوی وي. مشتري اړ نه وي چې له دوکانداره د نرخ پوښتنه وکړي او يا چنې ووهي.
جلغوزې
د افغانستان د مشهورو وچو ميوو څخه يوه يې جلغوزې دي. دغه ميوه هم د اکثرو افغانانو په دوکانونو کې موجود وي.
ډول ډول بغلاوې
بغلاوه، جليبي يا ځلوبۍ او داسې نور خواږه شيان چې په افغانستان کې مشهور دې، افغانانو په آلمان کې هم رايج کړي دي.
ميټايان، شيرپيرې او جيلبۍ
د خوږو شيانو له پاره اړ نه ياست چې جلا دوکان ته يې ورشئ. په هغه دوکان کې چې ترکاري يا غوښه خرڅيږي په بله کونج کې يې خواږه هم موجود وي. ميټايان تر ډیره تر ډوډۍ وروسته له چای سره خوړل کيږي.
هيلونه
کله چې شيرپيرې او ميټایان وي او ورسره چای نه وي بیا ونه شوه، خو که چای هيل ولري بیا يې خوند دوه برابره زيات شي. همدا دليل دی چې آلمان کې د افغانانو په هر دوکان کې غټ او واړه يا شنه او تور هيلونه موجود وي.
د شين او تور چای غم خو هيڅ مه کوه
څرنګه چې افغانان له چای سره ډیره علاقه لري نو دوکانداران هم کوښښ کوي چې هر ډول چايونه ولري.
سپين او زيړ نبات
افغانانو د نورو افغاني ميوو او خوړو تر څنګ نبات هم په آلمان کې رايج کړي دي.
وطني لوحو کار اسانه کړی دی
د افغانانو، پاکستانيانو، ايرانيانو او يا هم د ترکانو د دوکانونو لوحې پر خپلو وطني ژبو هم ليکل شوي دي. دغه کار مرسته کوي چې نابلده او تازه مهاجر د خپلې خوښې دوکان ژر او په اسانۍ پيدا کړي.
خواږه او تروه انار
په آلمان کې خواږه انار په جلا نوم او نرخ او تروه انار په جلا نوم او نرخ خرڅيږي. په زړه پورې په کې دا ده چې ډيری وخت خواږه انار له تروو څخه ارزانه وي. خواږه انارو ته افغانستان کې (انار بې دانه) هم وايي.
چې خواږه شته نو ترشي هم پيدا کیږي
آچار او سرکه هم هغه خواړه ده چې افغانان ورسره ډیره علاقه لري، که بل وخت يې نه خورې روژه کې خو يې حتمې پر دسترخوان ايښي وي. نو که شوقي يې ياست او آلمان ته راځي غم يې مکوي.
هر ډول د تنارې ډوډۍ
دا چې وچه ډوډۍ په خوړو کې تر نورو ضروري ده او هره ورځ يې اړتيا لیدل کیږي، نو په آلمان کې يې ځينې دوکانونه د رخصتيو په ورځو هم خلاص وي.
حلاله غوښه
حلاله خوښه تر ډيره د ترکانو په دوکانونو کې خرڅيږي. د «حلال» سرټيفکټ یا تصديق پاڼه هم ورسره ځوړنده وي تر څو مسلمان مشتريان يې له حلال والي لا ښه ډاډه شوی وي. د هر ځای غوښه بیل نرخ لري.
په ژمي کې تازه ليږۍ
ترکاري او ميوه تر ډيره موسم سره تړاو نه لري، په هر موسم کې دوکانونو کې موجود وي، خو کيدای شي له اصلي موسم پرته په بل وخت کې يې نرخونه لږ لوړ وي.
پياز او کچالو
د آلمان په دوکانونو کې هم پياز او کچالو څنګ په څنګ ايښي وي. دا تر تر ټولو ارزانه ترکاري ده.
د ديګي هر ډول مسالې
مسالې تر ډيره د هندوستان څخه راځي. دا چې افغانان، هندوان او پاکستانيان په خوړو کې له ډيرو مسالو کار اخلي نو د دوکانداران هم ورته د هر پخلي جلا جلا مختلفې مسالې راوړي.
د وريژو خو هيڅ کمښت نه شته
که غواړۍ چې ځان يا ميلمنو ته مو وطني قابلي پلو پوخ کړئ نو د وريژو غم يې مکوه. د افغانانو، ترکانو، پاکستانيانو او هندوانو په هر دوکان کې مو د خوښې هر ډول وريژې رانيولای شئ.
مه وايه چې د پلو پزۍ له پاره ديګ به څنګه شي؟
د ښه او خوندور قابلي پلو له پاره د وطني پلوپزي ديګيو شتون هم مهم ده. نو د افغانانو يا هندوانو په دوکانونو کې دا هم پيدا کيږي. په هر سايز کې.
غوري
چې د وريژي او ديګی يې وي نو غوري هم شته. لنډه دا چې د افغانستان د دوکانونو هره سودا په آلمان او د اروپا په هر هيواد کې موندلی شئ هغه هم تر ډيره خپله افغانانو سره. ترتيب کوونکی: محمد کريم صالح.