1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي۱۸ ماشوم پناه غوښتونکي قبول سوي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبه

په آلمان کي د هغو کم سنو پناه غوښتونکو شمېر ۲۴۰۰۰ زره دی، چي بېله کوم سرپرست څخه دغه هيواد ته راغلي دي. په دغو کي په زرهاؤ افغانان هم شامله دي.

https://p.dw.com/p/1JZrO
Symbolbild - Jugendliche Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

په ۲۰۱۵ کال په آلمان کي تقريبا ۱۴۴۰۰ بې سرپرسته کمسنو د پناه غوښتنه وکړه. دا معلومات د آلمان له حکومت څخه د پوښتل سوي يو جواب په ترڅ کي رابرسېره سوي دي. د آلمان د پارلمان بُنډسټاګ په وينا دغه پوښتنه د آلمان د زرغون ګوند له خوا له حکومته سوې وه.

د زرغون ګوند د پوښتل سوي سوال په جواب کي ويل سوي چي د افغانستان څخه ۴۷۰۰، له سوريې ۴۰۰۰ او له ايريتريا څخه ۱۳۵۰ کمس لرونکي او بې سرپرسته يوازي مهاجر آلمان ته راغلي دي.

د آلمان حکومت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست لومړۍ نېټه) په خپرو سوو معلوماتو کي زياته کړې ده چي په بشپړه توګه دمګړی ۲۶۰۰۰ کمسن او بې سرپرست راغلي مهاجر د خپلي پناه غوښتني د جواب په انتظار دي.

د دغي پوښتني جواب چي په ۲۰۱۶ کال کي څومره شمېر کمسنو مهاجرو د پناه غوښتنه کړې وه، د آلمان حکومت يې د جولای په لسمه لا معلومات ورکړي ول. هغه وخت د مهاجرت او پناه غوښتني له پاره د آلمان ځانګړي ادارې ويلي ول چي د کمسنو مهاجرو له خوا ۷۸۱۹ د پناه غوښتني په ۲۰۱۶ کال سوي دي.

ويل سوي چي د ۲۰۱۶ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د کمسنو او بې سرپرستو مهاجرو له خوا په ټوليزه توګه ۱۷۹۰۰ د پڼاه غوښتني سوي دي، زياته سوې چي په دې ترڅ کي د افغان ماشوم او بې سرپرستو مهاجرو شمېر ۷۵۰۰، د سوريې ۶۱۰۰ او د عراقيانو شمېر ۱۴۰۰ دی.

ويل سوي چي د روان مېلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي ۲۹۰۰ د پناه غوښتني دوسيې فيصله کړل سوي دي. زياته سوې چي د ۱۸ ماشوم مهاجرو پناه غوښتنه قبوله کړل سوې او ۲۲۰۰ ته د پناه غوښتني د قانون له مخي د پاته کېدو اجازه ورکول سوې ده. له يادو ۲۹۰۰ دوسيو څخه ۱۴۷ پناه غوښتني رد کړل سوي دي.

د يادولو وړ ده چي د پناه د قبولۍ څو اقسام دي. تر ټولو لومړۍ قبولي هغه ته ويل کيږي چي په ترڅ کي يې پناه غوښتونکي په سمدلاسه توګه په آلمان کي د دايمي پاته کېدو اقامه او شين پاسپورټ تر لاسه کوي. د حفاظتي مؤقف تر لاسه کېدو په صورت کي پناه غوښتونکو ته د خپل هيواد پر پاسپورټ د جرمني ميعادي ويزې ورکول کيږي. په دې توګه د ۲۰۱۶ کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د ۲۹۰۰ فيصله سوو پناه غوښتونو څخه صرف ۱۸ يې د لومړۍ درجې قبولي تر لاسه کړې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2016):