1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د پاکستاني مهاجرو د بریا راز

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د آلمان د کار فدرالي ادارې په خپاره شوي یوه وروستي رپوټ کې پاکستانیان تر نورو مهاجرو د کار موندلو په برخه کې ډیر بریالي ښوول شوي دي. دویچه ویله د پاکستاني مهاجرو دغه بریا څارلې ده.

https://p.dw.com/p/2z10j
Deutschland Ellwangen Ein-Euro Jobs für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/W.Kastl

هغه ډیر لږ په آلماني ژبه پوهیږي او په دې ترتیب سره ۳۷ کلن اکبر علي په آلمان کې یو له هغو کسانو څخه دی چې په ټولنه کې ډیر لږ ادغام شوی دی. خو پر دې ټولو سربیره، هغه هندي او پاکستاني خوارکونه د آلمانانو او اروپايانو له مزې سره د برابرولو هنر ډیر ژر زده کړی دی.

له تیرو۱۰میاشتو راهیسې علي د آلمان په بن ښار کې په یوه هندي/پاکستاني رستورانت کې د یوه مرستیال کاریګر په توګه د نیمې ورځې کار کوي. هغه ته د دغې دندې پیدا کول څه آسانه کار نه وو. علي په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «د دندې پیدا کولو پرمهال په ژبه نه پوهیدل اصلي ستونزه وه. ما ډیر کم داسې کسان پیژندل چې ژما په ژبه وپوهیږي او زما سره مرسته وکړي. بې کاري او بې سرنوشتي زما له پاره زما د ژوند تر ټولو سختې شیبې وې.»

د روحي آرامتیا له پار کار

د ۲۰۱۵م کال راهیسې آلمان ته د راغلو ټولو ۳۰ زرو پاکستاني مهاجرو له ډلې څخه یو یې اکبر علي هم دی. نوموړی هم د ۴۰ سلنه هغو پاکستانیانو په ډله کې دی چې د آلمان په ستر اقتصاد یعنې آلمان کې یې کار موندلی دی.

د کار د څیړنې انستیتوت په نامه د آلمان د کار د فدرالې ادارې ځانګړي سازمان په دې وروستیو کې یو تازه رپوټ خپور کړ چې پکې د آلمان په کچه پاکستانیان د کار موندلو په برخه کې تر نورو مهاجرو ډیر بریالي دي.

د علي له پاره کار یوازې پیسې ګټل نه دي. همدا تیره میاشت په پاکستان کې د هغه ورور مړ شوی او هغه غواړي چې په کار سره ځان له غمونو او روحي فشارونو لیرې وساتي.

Infografik Asylbewerber aus Pakistan Entscheidungen EN

تر دې وړاندې علي دوه کاله د کار موندلو په لټه کې وو ترڅو د خپل ژوند پرمخ بیولو له پاره لا ډیرې پیسې وګټي. اکبر علي په تصادفي ډول له عليم لطیف سره مخ شو. لطیف د بون په زاړه ښار کې یو ښه چلیدونکی هوټل لري. نوموړي همدا تیر کال په زیګبورګ ښار کې د خپل هوټل یوه تازه څانګه هم پرانیستلې.

لطیف د اکبر علي په هکله دویچه ویله ته وویل: «د ژبې د ستونزې او د مهارتونو د نه شتون له امله، د پاکستاني مهاجرو له پاره په نورو برخو کې کار موندل ډیر سخت کار دی. ما له دې کبله علي په دنده وګمارو ځکه پوهیدم چې هغه به وروزل شي.» لطیف زیاتوي چې زموږ سره یو شمیر پاکستاني محصلین هم کار کوي او زیاتره مهاجرین بیا د نیمه ورځې کار په لټه کې وي. د هغه په وینا په دنده باندې د مهاجرو ګومارل ډیر کاغذي کارونه هم لري او زما په دې کار کې د ترحم فکتور هم شامل دی.

Akbar Ali Flüchtling Reise Pakistan
اکبرعلي د سخت کړاونو په تیرولو سره ځان له پاکستان آلمان ته رسولی دیانځور: DW/S. Haider

آلمان – اروپايي ښاریان لا هم لومړیتوب لري

د فدرالي قوانینو له مخې آلماني او د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو اتباع د کار په بازار کې تر نورو لومړیتوب لري. له اروپايي ټولنې د بهر هیوادونو اتباعو ته د هغو کارونو په برخه کې اجازه ورکول کیږي، د کومو له پاره چې د اروپايي ټولنې د هیوادونو او آلمان کارګرو موجود نه وي. د کار له پاره د دغو شرایطو یوه برخه په ۲۰۱۶م کال کې لغو کړل شوه ترڅو د هغو مهاجرو له پاره د کار بازار ته داخلیدل آسانه کړي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه منل شوي وي.

پر نورو عواملو سره یو ځای، د آلمان دغه قوانین یو له هغو لاملونو څخه دي چې له امله یې پاکستاني مهاجرین په هندي او پاکستاني رستورانتونو کې کارونه موندي.

ډانیال علي رضوان یو بل پاکستانۍ مهاجر دی. هغه له یوې مودې راهیسې د آلمان د بایرن ایالت په نویمارکت ښار کې ژوند کوي. رضوان د پاکستان او افغانستان په پوله پروت له نا امنه پاړه چینار اوسیدونکی دی. رضوان د خپل وضعیت په هکله دویچه ویله ته وویل چې په لومړي سر کې یې یو کال په یوه هندي رستورانت کې کار وکړ. هغه زیاتوي چې بیا وروسته مې په یوه ځايي شرکت کې کار پیدا کړ، خو د کار ادارې د کار کولو اجازه را نه کړه او له همغې مودې راهیسې زه کار نه لرم.

د اروپايي ټولنې د احصايي د دفتر یا یوروشتات د معلوماتو په اساس د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷م کلونو په ترڅ کې په مجموعي ډول ۲۸ زره او ۳۹۵ پاکستانيانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې چې له دې شمیر څخه ۱۵ زره یې یوازې په ۲۰۱۶م کال کې ثبت شوي دي.

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې په اداره یا «بامف» کې یوه پاکستاني ژباړونکي د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې دویچه ویله ته وویل چې آلمان ته راغلي زیاتره پاکستاني پناه غوښتني اقتصادي مهاجرین دي او زیاتره یې د پنجاب ایالت اوسیدونکي دي.

زموږ له آرشیف څخه: