1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مهاجرو پر کمپونو بریدونه دوه برابره سوي

دویچه ویله /گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

په آلمان کي د مهاجرو پر سرپناوو باندي بریدونه په ښکاره ډول زیات سوي. پولیسو سږکال په ټول هیواد کي۴۳۷ دغه ډول بریدونه ثبت کړي دي چي دا د تیرکال په پرتله دوه چنده رقم ښيي. خو د زورزیاتیو پیښي د اندېښنې وړ دي.

https://p.dw.com/p/1Gf4v
Deutschland Brand in Flüchtlingsunterkunft Rottenburg am Neckar
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

د ثبت سوو پیښو په هکله د ویسبادن د جرمي جنایتونو اداره وايي چي په دغه ډول بریدونو کي ډېرښت مالي تاوانونه، د کډوالو په هکله غلطي آوازې او د اولس پارونه شامل دي. خو له یو څو میاشتو راهیسي بیا دغو پیښو یو نوی شکل غوره کړی دی. دا په دې معنی چي په روان کال کي د زورزياتي ۵۹ پیښي رامنځته سوي چي په هغو کي۲۶ یې د اور اچوني پیښي وي.

په مجموعي ډول آلمان ته د راغلو مهاجرو په مقابل کي بریدونه دوه چنده سوي دي. د روان کال په لومړۍ نیمايي کي پولیسو ۲۰۰ دغه ډول پیښي ثبت کړي دي. د اگست مياشتي په نیمايي کي تر۳۳۰ زياتي او درې میاشتي وروسته بیا د پيښو شمېر۴۳۰ ته ورسېد.

له بلي خوا په روان کال کي په آلمان کي د ۸۰۰ زرو مهاجرو د پناه غوښتني عریضو د وړاندي کولو تمه کیږي چي دا د تیرکال په پرتله دوه برابره ده. همدارنگه حکومتي چارواکي د یو میلیون په شاوخواکی نووو کډوالو راتگ هم له امکانه لیري نه گڼي.

زیاتره کلي د کډوالو د ځای پر ځای کولو توان نه لري. د آلمان د پولیسو په حواله یوازي د تیري یکشنبه په ورځ ۴۱۶۰ او د شنبه په ورځ ۳۶۰۴ تنه غیرقانوني کډوال ثبت سوی دي.

د اضافي بودیجې اعلان

د مهاجرو د ساتلو او پاللو لگښت له پاره د اقتصاد وزیر وولفگنگ شویبله د ۲۰۱۵م کال له پاره نوره اضافي بودیجه اعلان کړه، چي پکښې څه د پاسه شپږ میلیارده یورو په پام کي نیول سوي دي. د جرمني کلي او ښارونه به د روان کال په ترڅ کي نوري یو میلیارد یورو هم له حکومت څخه په لاس راوړي.

دا خبره په برلین کی د اقتصاد وزارت یوه ویاند وکړه. نورې پنځه میلیارده یورو به په راتلونکي کي د هغوی په اختیار کی ورکول سي. په دې ډول به د هغي غونډي پرېکړه عملي سي چي تیره اوونۍ د ایالتونو او ښارونو له خوا د مهاجرو په هکله جوړه سوې وه.

د آلمان کابینه غواړي د ډیرو مهاجرو د راتگ د کنترولو په هکله د سه شنبې په ورځ یو قانون رامنځته کړي. د دې قانون د رامنځته کولو هدف دادی چي د پناه غوښتني جریان ته سرعت ورکول سي، د هغوی د سرپناهو د جوړولو کار آسانه سي او رد سوي مهاجر بیرته خپلو ټاټوبو ته واستول سي. همدارنکه د دریم خوندي هیوادونو په ډله کي ښايي د بالکان نور درې هیوادونه البانیا، کوزووو او مونتینیگرو هم شامل سي.

نوي کډوال به په راتلونکې کي د نغدو پیسو پر ځای پخه ډوډۍ او کالي تر لاسه کا. همدارنگه هغه مهاجر چي په آلمان کي د پاتیدو امکانات لري، هغوی به د مدغم کیدو په هکله کورسونه تر لاسه کړي. دغه قانون به په راتلونکو اونیو کي د جرمني د پارلمان او شورا له خوا تصویب او د نوومبر میاشتې له لومړۍ نیټې به عملي سي.