1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مهاجرت او اخراج په اړه بحث

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو ایالتي وزیرانو د کنفرانس مشر غوښتنه کړې چې د مهاجرو پر مبداء هیوادونو دې فشار زیات شي، څو له آلمان څخه د اخراج شرایط درلودونکي مهاجر بیرته ؤ مني. مهاجرت او اخراج د دې کنفرانس اساسي موضوع تشکيلوي.

https://p.dw.com/p/2z0vz
NRW will über Weihnachten nicht abschieben
انځور: picture alliance/dpa/P. Seeger

د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو کنفرانس مشر هولګر شتال کنشت، د چهارشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۶) د آلمان يوې تلويزيوني شبکې «ZDF» ته د مهاجرو پر مبداء هیوادونو د فشار واردولو په اړه وویل چې دغو هیوادونو ته باید د ویزو ورکړه محدوده او یا هم پرمختیایې مرستې کمې کړي.

د کورنیو چارو ایالتي وزیران سر له همدا نن چهارشنبې ورځې څخه د آلمان په «کویدلینبورګ» ښار کې د دغه هیواد له کورنیو چارو وزیر سره د دریو ورځو له پاره سلا مشورې کوي.

د انګلا میرکل له مسیحي دیموکرات ګوند څخه شتال کنشت، وویل ۴۰ سلنه اخراجونه ځکه له ناکامۍ سره مخامخ کیږي چې د مهاجرو مبداء هیوادونه خپل اتباع بیرته نه اخلي. هغه زیاته کړه چې اوسني اقدامات، د مهاجرو دوسیو ته د رسیدګۍ او اخراج د نويو مرکزونو (انکر سنتر) د رامنځته کولو په ګډون، او همدرانګه په مستقل ډول د چارتر الوتکو په وسیله د رد شویو مهاجرو د اخراجولو په اړه د بایرن حکومت پریکړه اغیزمن نه شي ثابتیدلې.

د (انکر سنتر) په نوم د مهاجرو په نویو مرکزونو کې به چې د آلمان د مرکزي ادارې له خوا پلان شوي دي، ټاکل شوي ده په راتلونکي کې د پناه غوښتني ټولې قضیې تر څیړنې لاندي ونیول شي او دوی به له همدې ځایه قبول او نورو سیمو ته واستول شي، او یا هم رد او اخراج شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د پروګرام په اساس د روان کال د دوبي تر پایه او یا هم تر مني پورې به دا ډول شپږ لوی مرکزونه جوړ شي. په پام کې ده چې په هر مرکز کې به تر ۱۵۰۰ پورې پناه غوښتونکي ځای پر ځای شي.

ټاکل شوی ده چې مجرد کسان به تر ۱۸ میاشتو او کورنۍ تر شپږو میاشتو پورې په دغو مرکزونو کې پاتې شي. دغه کسان به تر هغې پورې په دغو مرکزونو کې پاته وي چې مسئولین د دوی د دوسیو د بررسۍ بهیر د بشپړیدو ډاډ ترلاسه کړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر هیله من دی چې د دغو مرکزونو رامنځته کیدل به د مهاجرو د اخراج لړۍ د زیاتیدو سبب شي.

د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو د کنفرانس مشر وویل چې هغه په دې برخه کې د آلمان د حکومت پروګرامونه ډیر ګټور بولي. په عین وخت کې هغه یادونه وکړه چې د زاکسن انهالت ایالت د مهاجرو د نوم ثبتولو په لومړنیو مرکزونو کې لا پخوا د (انکر سنتر) نوي مرکزونه فعاله شوي دي.