1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د سلفيانو ستونزه

احمد ولي اڅکزی (مارتين کوخ)۱۳۹۱ اسفند ۲۵, جمعه

زیات وخت نه کيږي چي د آلمان په بون ښار کي د مظاهرو پر وخت د سلفي مظاهره چيانو له خوا پوليس په چړو ووهل سول. د تيري چهار شنبې په ورځ يو وار بيا درې سلفي ټولني منع اعلان سوې.

https://p.dw.com/p/17yXB
Islamische Fundamentalisten demonstrieren am Dienstag (01.05.2012) in Solingen gegen eine Veranstaltung von Pro NRW. Angehörige der islamischen Salifisten hatten während einer Demonstration gegen die rechtsextreme Splitterpartei Pro NRW die Polizei angegriffen. Drei Polizisten wurden verletzt. Foto: Melanie Dittmer dpa/lnw (zu dpa "Rechtsextreme provozieren - Salafisten greifen Polizei an" vom 01.05.2012) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Salafisten Berlinانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان امنيتي چارواکي وايي، چي تندلارو سلفيانو د دغه هیواد د ښی اړخي آلماني سياسي ډلې د مشرانو پر ضد د قتل پلانونه يې شنډ کړي دي. خو کارپوهان وايي چي په عمومي توگه دي سلفيان او ترهگر په يوه تله کي نه سره اچول کيږي.

په آلمان کي امنيتي چارواکي د تيارسئ په حالت کي دي او سياستوال او د رسنيو استازي په يوه جمله کي د سلفي او ترهگر لغتونه کاروي. د چهار شنبې په ورځ د آلمان په نارد راين وېستفالن ايالت کي امنيتي چارواکو د ۴ سلفي ټولنو پر کارونو بنديز ولگاوه.

د مسلمانانو د دغو ټولنو پر غړو تور دی چي د پرو اين آر ډبلو په نوم د يوې سياسي ډلې د مشرانو د وژلو پلان يې جوړ کړی وو. دغي ښی اړخي سياسي ډلې د اسلام د مقدسو اشخاصو کارتوني انځورونه په عام محضر کي ښوولي ول.

خو کارپوهان په دې نظر دي چي بايد ټولو سلفيانو ته د ترهگرو په سترگه ونه کتل سي.

د پوهي او سياست بنسټ د اسلامي چارو کارپوه گيدو شتاينبېرگ وايي:

«په آلمان کي گڼ شمېر سوله ييز سلفيان هم ژوند کوي، چي زما په آند په خپل دې شکايت کي پر حق دي، چي وايي له تندلارو سره يوه تله کي اچول کيږي.»

د آلمان له اساسي قانون څخه د دفاع استخباراتي اداره او دغه راز د کورنيو چارو وزارت اټکل کوي چي په دغه هيواد کي تقريباً ۵۰۰۰ سلفي مسلمانان ژوند کوي. يو شمېر کارپوهان په آلمان کي حتی د ۱۰۰۰۰ سلفيانو د سته والي اټکل کوي.

پر يوه خبره ټول موافق دي چي په سته سلفيانو کي تقريباً ۱۰۰۰ تنه داسي دي چي د ترهگرو په ملاتړو کي شمېرل کېدلای سي. پروفيسر گيدو شتاينبېرگ وايي چي په دغو کي يو څو سوه داسي دي، چي پخپله و تاوتريخوالي ته اماده دي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت وياند ينس تيشکه په دې هکله وايي:

«ټول سلفيان ترهگر نه دي، خو ټول هغه ترهگر چي د تندلارۍ شاليد لري، یو نه يو وخت يې خامخا سلفي تمايل درلودلی دی.»

هغه سلفيان چي په آلمان کي اوسيږي هغوی د کارپوهانو له خوا پر درو ډلو وېشل کيږي: لومړۍ هغه ډله چي غواړي د قرآن او سنت په روڼا کي خپل ژوند پر هغه طرز عيار کړي، لکه د اسلام پېغمر ص او د هغه اصحابو چي څوارلس سوه کاله دمخه کوئ، هغوی ته د پوريستانو يا سوچه ډلي نوم ورکول کيږي.کارپوهان دغې ډلې ته د بې ضرري ډلې په سترگه گوري.

دوهمه ډله چي ورته د سياسي سلفيانو خطاب کيږي، هغه کسان دي چي په عربي هیوادونو کي د پاڅون پر وخت يې د واکمنانو د راپرځولو تر شا لاس وو. د کارپوهانو په وينا دا هغه کسان دي چي په دغو عربي هيوادونو کي د اسلامي حکومتونو د قيام لېوال دي او غواړي خپل سياسي نظر په آلمان کي هم خپور کړي. د سلفيانو دريمي ډلې ته د جهاديانو خطاب کيږي، چي د کارپوهانو په وينا تر ټولو خطرناکه ډله ده.

په آلمان کي د سلفي مسلمانانو موضوع په داسي وخت کي يو ځل بيا راپورته سوې ده چي په دغه هيواد کي نوي مسلمانان سوي الماني ځوانان او په همدې ډول نور مسلمان ځوانان په سلافيت کي زيات کشش ويني.

پروفيسر گيدو شتاينبېرگ په دې هکله وايي: «سلافيت د مسلمانو ځوانانو د کلتور برخه گرځېدلې ده. پخوا داسي ول چي په لوېديځ آلمان کي په ځوانانو کي کيڼ اړخيتوب او په ختيځ آلمان کي ښی اړخيتوب محبوبيت درلود اوس داسي ده چي په زیاتو لويو ښارو کي يو شمېر مسلمان ځوانان هم په دې وياړي چي سلفي و اوسي.»