په آلمان کي د ايتلافي حکومت پر جوړېدو باندي موافقه وسوه
۱۳۹۲ آذر ۶, چهارشنبهپه آلمان کې د یوه پراخ حکومت د جوړیدو په خاطر د لومړۍ وزیرۍ انګلامیرکل«مسیحي دیموکرات ګوند» او د سوسیال دیموکراتانو تر منځ یو تړون لاسلیک شو.
په دغو خبرواترو کې چې په پلازمېنه برلین کې ترسره شوې د مسیحي دیموکرات اتحاد« CDU» تر څنګ د بايرن ایالت د هم نظره ګوند مسیحي سوسیال اتحاد «CSU» او «SPD» يا سوسیال دیمواکرات ګوندونو ۷۷ تنو استازو ګډون کړې وو.
د سه شنبې د ورځې له هم هغه پيل څخه داسې اټکل کیدی چې خبري اتري به د شپې تر ناوخته پورې دوام وړکړي.
په دې اړه د «CSU» د ګوند عمومي منشي الکساندر دوبرند ویلي ول«زه د یوې اوږدي شپې له پاره امادګې نیسم، ما خپل د غاښو برس او کریم هم له ځان سره راوړي دي.» د«SPD» غړي توماس اوپرمان ویلي ول:«نن پای لوبه ده، زما په فکر موږ به کار خلاص کړو.»
میرکل د روان کال د سپتمبر میاشتې په ټاکنو کې د خپل ګوند « CDU» او د «CSU» ګوند سره برياليتوب ته ورسیده. دا دریم وار دی چې میرکل د صدراعظمي په توګه ټاکل کیږي.
د میرکل ګوند په پارلمان کي د يو څو چوکيو د کمبودۍ په خاطر نسوای کولای چي په يوازي سره حکومت جوړ کړي. سربیره پر دې د هغې متحد ګوند آزاد دیموکرات «FPD» د آلمان په پارلمان يوه چوکۍ هم ترلاسه نه کړي. په داسې حالاتو کې میرکل د یو نوې اتحاد په لټه کې وه او د همدې نیمګړتیا د پوره کولو په موخه يي له «SPD» سره خبرې رواني کړي وې.
د رسنیو د رپوټونو په حواله ویل کيږي چې د خبرواترو په جریان کې د« CDU» او«SPD» ګوندونو د یو شمیر پروژو غوښتنه کوله چې د هغو د عملي کولو له پاره نزدې۵۰ ميلياردو يورو ته اړتيا ده. دغه اړتيا تر موجوده مالي امکاناتو درې چنده زیات دي.
په دې اړه د«CDU» ګوند عمومي منشي هیرمان ګروهي وویل:«که تاسې د ۱۵ ميلياردو خبره وکړی، نو دا به حقیقت ته یو څه نږدې وي.»
په همدې وخت کې د «SPD» په ګوند کې د کارګرانو د څانګې مشر کلاؤر بارتهیل د« بلډ» له ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپل ګوند لوړپوړو مشرانو ته خبرداری ورکړی دی. هغه ویلې دي چې د کابینې د مهمو پوستونو له پاره دې سمدلاسه د نومونو روښانولو موضوع وځنډوې او د هر ډول تړون پر اصلي موادو دې خپله توجه متمرکزه کړي.
د یادونې وړ ده چې د«SPD» ګوند په حکومتي ایتلاف کې د شاملیدلو د پریکړي له پاره د خپل ګوندي غړو تر منځ رای ګیري کول غواړي چې شمیر يي« ۴۷۰۰۰» تنو ته رسیږي. د «SPD» او«CDU» د خبرو اترو له کړۍ څخه ويل شوي دي چي په دسمبر مياشت تر رای اچوني مخکي به د کابينې د مقرريو اعلان ونه شي.