1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي تر بل هر هيواد د پناه ډېره غوښتنه شوې ده

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه

د ملگرو ملتو یو رپوټ ښيي چې په تیر میلادي کال کې د نړۍ په ۴۴ هیوادونو کې ۸۶۶۰۰۰ انسانانو د پناه غوښتنه کړې ده. د نفوس په پام کې نیولو سره سویدن د دغه لیست په سر کې دی، خو په آلمان کې ۱۷۳۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1ExvY
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

په ۲۰۱۴م کال کې په ټولیزه توگه د نړۍ په ۴۴ هیوادونو کې خلک د پناه په لټه کې شوي دي، دغه شمیر د ۱۹۹۲م کال راهيسي بې ساری دی. خو په ترکیه، لبنان او اردن کې د کډوالو شمیر ته په کتو سره دا نسبتاً ډير نه دی.

د ملگرو ملتو له خوا د کډوالو د وضعیت په هکله دغه رپوټ نن خپور شوو او ښيي چې د نړۍ ۴۴ شتمنو یا په اصطلاح صنعتی هیوادونو ته د پناه وړونکو په شمیر کې ۴۵ سلنه ډېرښت راغلی دی.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتو عالي کمیساري وايی: «په داسي حال کې چې په ۲۰۱۳م کال کې د نړۍ د کډوالو شمیر ۵۹۶ زرو ته رسیدلی وو، په تیر میلادي کال کې د هغوی شمیر ۸۶۶ زرو ته لوړ شوی دی.»

د هغو خلکو له جملې څخه چې د عراق له کورنۍ جگړې څخه تښتیدلي دي،۱۵۰ زرو يې د پناه غوښتنه کړې ده. دوهمه ډله خلک چې شمیر۶۸۷۰۰ ته رسیږي له عراق او دریمه ډله چې شمیر یې ۶۸۰۰۰ زرو ته رسیږي د افغانستان دي. تر دغو دوو سترو ډلو وروسته چې په شتمنو هیوادونو کې يې د پناه اخيستلو هڅي کړي، د صربستان، کوسووا او ایریتریا پناه غوښتونکي دي.

د نفوس په پرتله سویدن د لیست په سر کې دی

که سړی د صنعتي هیوادونو نفوس په پام کې ونیسي، نو سویدن د ملگرو ملتو د دغه رپوټ د فهرست پر سر کې ځای لري. دغه هيواد ته ۷۵۱۰۰ سياسي پناه غوښتني وړاندي شوي دي چې اوس يې پر ورکولو او نه ورکولو باندي غور کيږي. د دغو کسانو ډېر ئې د سورېې او اریتریا وگړي دي.

د نفوس له نظره تر سویدن وروسته په دغه لیست کې مالتا، لوکسامبورگ، سویس او مونیتنگرو ځاي لري. خو د شتمنو هیوادونو په جمله کې آلمان د هغو هیوادونو په سر کې قرار لري چې تر ټولو يې زیات پناه غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي.

دغه هیواد د سياسي پناه ۱۷۳۰۰۰ غوښتنليکونه وړاندي شوي دي. تر آلمان وروسته امریکا متحد ایالات راځي چې په ۲۰۱۴م کال کې ۱۲۱ زرو خلکو پکښې د پناه غوښتنه کړې ده.

خو په عمومي توگه د کډوالو ستر پیټی د ترکيې او د سوريې د دوو گاونډو هیوادونو لبنان او اردن پر اوږو ایښوول شوی دی. په ترکیه کې له ۱،۵ ميلیونو کډوالو څخه ۸۷۸۰۰ يې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. د نړۍ د ۴۴ هیوادونو په جمله کې کانادا، استرآلیا او جاپان هم شامل دي.

«د اړتیا لمن ډېره پراخه ده»

د ملگرو ملتو د کډوالو عالي کمیسار، انتونیو گتیریس، ويلي دي چې د کډوالو د اړتیا لمن اوس هغسي پراخه ده لکه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د بالقان جگړې پرمهال چې وه. هغه د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتنه وکړه چې پناه غوښتني ته اړین امکانات چمتو کړي او د کډوالو د بیرته مېشتېدو او د هغوی د محافظت له پاره نور پروگرامونه وړاندي کړي.

د اوکراین پر سرشخړې ته په اشارې سره، د ملگرو ملتو عالي کمیسارۍ د خپلي څېړني له پاره ځیني متودیک دلایل وړاندي کړي دي چې روسيه ولي د دوی په دې احصائیه کې نیوله شوې نه ده.

دغي کمیسارۍ په روسیه کې یوازي د مؤقتي پناه له پاره ۲۶۵ زرو غوښتنلیکونو او د کډوالو د ۵۸۰۰ غوښتنو ته اشاره کړې ده. په عین وخت کې۱۵۷۰۰ اوکراینیانو په ۴۴ صنعتي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

په آلمان کې د پناه غوښتونکو د تمویل پر سر بحثونه

د المان د ۱۶ ایالاتونو د کورنیو چارو وزیرانو چې په کیل کې په یو کنفرانس کې سره ټول شوي دي، د خپل هیواد پر فدرالي حکومت باندي غږ کړی دی چې د پناه غوښتونکو د مالي پیټي په لیږدولو کې ور سره مرسته وکړي او په دې برخه کې مسئولیت پر غاړه واخلي.

په دغه کنفرانس کې د کډوالو د ادغام او په آلمان کې د هغوی د مېشتېدو له پاره پر لارو چارو باندي خبري کیږي. د شلیز ویگ هولشتاین ایالت د کورنیو چارو وزیر، ستیفن شتوت وويل، پر هغو اقداماتو چې خبري کیږي عبارت دي: د آلمان ژبې زده کړه، روغتیايي خدمات او داسي نوري اړیتاوي چې مالي لگښته ته اړتیا لري.

د آلمان د فدرالي حکومت د وړاند وینو له مخې سږ کال ښايي په دغه هيواد کې ۳۰۰ زره انسانان د پناه غوښتنې په لټه کې شي.