1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي استناف محکمې په اول وار يوه افغان ته قبولي ورکړه

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

په آلمان کي له مهاجرت بحران راهيسي په لومړي ځل استناف محکمې د يوه افغان مهاجر په حق کي فيصله کړې ده. د دغه افغان مهاجر د پناه غوښتنه اوس منله سوې ده.

https://p.dw.com/p/2ltTE
Gerichtshammer
انځور: Bilderbox

په آلمان کي له څو کلونو راهيسي په لومړي ځل د استناف محکمې د يو رد سوي افغان پناه غوښتونکي پناه د قبولۍ وړ بللې ده. د آلمان د بادن ويورتمبېرګ اداري محکمې د يو داسي افغان د پناه غوښتنې په تړاو د هغه په حق کي فيصله کړې ده چي د پناه غوښتنه يې رد سوې وه.

دغه پناه غوښتونکي د خپلې پناه د ردېدنې پر ضد استناف محکمې ته مراجعه کړې وه. په همدغه قضيه کي تر مخه په کارلسروهه کي د مرافعې محکمې د افغان مهاجر د مرافعې دعوی رد کړې وه. خو په نوې فيصله کي د مرافعې د محکمې فيصله لغو او د افغان پناه غوښتنه منل سوې ده. دا لومړی ځل دی چي په دا ډول يوه محاکمه کي د افغان پناه غوښتونکو په وړاندي مثبته فيصله کيږي.

د بادن ويورتمبېرګ اداري محکمې د افغان پناه غوښتونکي په حق کي د خپلي فيصلې په استدلال کي ويلي دي چي که دغه کس چي د لغمان ولايت دی، کابل ته ولېږدول سي، نو له لغمان څخه تر تعقيب لاندي راسي. دغه کس د افغانستان د ملي اردو عسکر وو.

د دغه افغان پناه غوښتونکي په وينا حکومت ضد وسله والو يې کور ور تباه کړی او له همدې کبله د ۲۰۱۵م کال په دسمبر مياشت کي خپله مېرمنه او دوه ماشومان شاته پرېښودل او په خپله يې المان ته پناه راوړه.

مرافعې محکمې د دغه افغان د دعوی ردولو په استدلال کي ويلي ول چي د دغه کس کورنۍ کابل ته کډه کولای سي او هلته خوندي پاتېدلای سي. خو د استناف محکمې دغه استدلال نه دی منلی.

د اداري چارو دغې محکمې د خپلي دغي فيصلې پر ضد د عوی کولو اجازه نه ده ورکړې.

که د آلمان د کډوالو چارو فدرالي اداره وغواړي، نو يوازنی امکان لري چي له يادي محکمې څخه لوړي يعني د اداري چارو فدرالي محکمې ته د دغي فيصلې پر ضد مراجعه وکړي.