په آتن کې یو هوټل د مهاجر کمپ په توگه کارول کیږي
شا او خوا ۳۰۰ مهاجر په آتن کې په «سټي پلازا» نومي هوټل کې دیره کړل شوي دي. د ښار په مرکز کې دغه هوټل له ډیر وخت راهیسې خالي وو. هغه بیا فعالانو ونیو او د مهاجرو هستوگنځای یې ترې جوړه کړ. د دغه مهاجر کمپ انځورونه.
له کورنۍ چاپیریال سره برابر هوټل
د اپریل میاشتې په پای کې سټي پلازا هوټل د مهاجرو له پاره پرانیستل شو. له هغه راهیسې په دغه هوټل کې د افغانستان، ایران، عراق او سوریې تر ۳۰۰ زیات مهاجر اوسي. د هغوی زیات شمیر هغه کورنۍ دي چې ماشومان، زاړه او مرستې ته اړمن کسان دي.
هوټل څو کاله تړلی وو
دغه هوټل د یونان د اقتصادي بحران له کبله تړل شوی وو. خاوند یې غوښتل چې هوټل وپلوري. بیا فعالانو هغه ونیو. اوس د هوټل په «ریسپشن» یا د مېلمنه پالنې په ځای کې د پیسو ورکوونکو مېلمنو پر ځای مهاجرو او کډوالو ته هرکلی ویل کیږي. ټولوته د خپلو خونو کیلي ورکول کیږي.
له سوریې څخه نوي راغلي مهاجر
دغي سوریایي کورنۍ هم غوښتل چې هرو مرو سټي پلازا هوټل ته کډه شي. د هوټل زیاتره نوو مېلمنو تر دې دمخه په مهاجر کمپ کې ژوند تیر کړی دی. هغوی وایي چې په دغو کمپونو کې شرایط د نه منلو وړ ول. خوراکي مواد محدود ول او د پاکۍ په برخه کې ستونزي وې.
د هوټل د پاکوالي له پاره پرسونل نه شته
له مهاجرو څخه دا تمه کیږي چې هغوی ودانۍ او خپله خونه هره ورځ پاکه کړي. له دې کبله سوریایي ماشومان لس کلن سیځر او اووه کلنه صدرا، کوټه په کوټه گرځي چې د ارو وهلو په برخه کې مرسته وکړي.
د پناه په لټه کې
افغان کمپیوټر پوه او ترجمان علي جعفري، د هغه میرمن وجیه او زوی تر دې د مخه په آتن کې د مهاجرو په یوه کمپ کې اوسیدل. جعفري وایي چې کله یې مهاجرت پیلوه، نو پولې پرانیستې وې. خو کله چې درې اوونۍ وروسته دغه کورنۍ یونان ته راورسیده نو بیا یې نور د آلمان پر لور سفر نه شو کولای.
په گډه کار آسانیږي
په هوټل کې اوسیدونکي کسان په اشپزخانه کې خپل خواړه هم پخپله تیاروي، خو کله ورسره دواطلبه کسان مرسته کوي، لکه دغه دوې ایټالوۍ میرمنې. هره ورځ مرسته شوي خوراکي توکي دغه ځای ته راوړل کیږي او بیا د هوټل اوسیدونکي او مرسته کوونکي هره ورځ درې وارې صحي ډوډۍ تیاروي.
د ډوډۍ خوړلو وخت
د هوټل اوسیدونکي خواړ د ډوډۍ خوړلو په سالون کې ویشي. د بیلا بیلو ملیتونو خلک په گډه ډوډۍ خوري او نظرونه سره تبادله کوي.
بالاخره کټ
فدان داوود (درې کلنه) او د هغې اووره کلن ورور راشد د سوريي دي. د دغو ماشومانو مور وایي چې تر دې دمخه په یوه زاړه کور کې له نورو خلکو سره اوسیدل چې د سلو نفور له پاره یې یوازې یو تشناب درلود. اوس هغوی په خپله خونه کې تشناب لري.
د ماشومانو له پاره خونه
داوطلبه کسان په هوټل کې د ماشومانو له پاره د سرگرمیو برابرولو په لټه کې وی. ماشومان په دغه هوټل کې د اوسیدونکو کسانو تر نیمایي زیات دي. په ټوله کې په یونان کې د بند پاتو ۵۰ زرو مهاجرو په منځ کې ماشومان ډېر دي.