1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیټا وایي القاعده په بشپړه توګه له منځه نه ده تللي

۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزیرله یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کي ویلي دي چي که څه هم د القاعدي شبکي مشر اسامه بن لادن او یمنی توندلاری، انور المالکي وژل شوي دي خو اوس هم القاعده د متحده ایالاتو له پاره یو جدي گواښ دﺉ.

https://p.dw.com/p/13pxc
پنیټا وایي چي پر القاعدي باندي به خپل فشار جاری وساتي
پنیټا وایي چي پر القاعدي باندي به خپل فشار جاری وساتيانځور: Reuters

پنیټا دغه خبري له CBS تلویزیون سره په یوه مرکه کي کړي دي. دا مرکه به د رارواني یکشنبې په ورځ په بشپړه توگه خبره شي خو د CBS ټلویزیون د پنيټا د مرکې ځيني برخي خپرې کړي دي.

پنیټا په دغه مرکه کي د القاعدي د ځپلو له پاره د متحده ایالاتو پر ستراتیژیو هم خبري کړي دي. هغه ویلي دي: «موږ د القاعدې په غړو پسي هر چیري چي وي ورځو.»

د تیر کال په می میاشتي کي اسامه د پاکستان په زړه کي ووژل شو
د تیر کال په می میاشتي کي اسامه د پاکستان په زړه کي ووژل شوانځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د دفاع وزیر همدا راز ویلي دي چي هیواد به ئې په پاکستان، یمن، شمالي افرایقا، صومالیا او افغانستان کي د القاعدې په وړاندي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. پنیټا زیاته کړې ده: «موږ په پاکستان کي د القاعدې په وړاندي جگړه کوو، په یمن، صومالیا او شمالي افریقا کي د دغي ډلي له پاتو کسانو سره مخامخ یو. موږ همدا راز له هغو کسانو سره جنگیږو چي په افغانستان کي له دغي ډلي سره اړیکي لري.»

کله چي له پنیټا څخه وپوښتل شول چي آیا القاعدې ته ماته ورکړل شوې ده، په ځواب کي ئې وویل: «تر اوسه نه. القاعده اوس هم یو جدي کواښ دئ. دغه ډله اوس هم فعاله ده او پر دې ډلي باندي باید فشار نور هم ډیر شي.»

دا په داسي حال کي ده چي پنیټا په دې مرکه کي ویلي دي چي متحده ایالاتو د القاعدې د شبکي مشري ته ډیر تاوان رسولی دئ.

د اسامه تر وژل کیدو وروسته ایمن الظواهري د القادي مشر وټاکل شو
د اسامه تر وژل کیدو وروسته ایمن الظواهري د القادي مشر وټاکل شوانځور: dapd

په ۲۰۰۱ کال کي د سیپتمر د میاشتي تر پیښو وروسته، متحده ایالاتو د القاعده شبکي د لسو اصلي مشرانو نومونه له ځان سره درلودل. اوس چي له دغې پیښې څخه لس کاله تیریږي، د دغو لسو کسانو له ډلي څخه یوازي ایمن الظواهري ژوندی دئ چي د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د القاعدي مشري کوي.

یوازي تیر کال د القاعدي د ۲۰ مشرانو له ډلي څخه اته تنه ئې د امریکایي ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کي ووژل شول. د دغو کسانو له ډلي څخه ډیری ئې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کي وژل شوي دي.

لیون پنیټا د تیر کال په جولای میاشت کي د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توگه کار پیل کړ. دی د امریکا د پخواني دفاع وزیر، رابرت گېتس، پر ځای وټاکل شو.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب