1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنجشیر د لومړي ځل لپاره تر ځانمرګي برید لاندې راغی

۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبه

د شنبي په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۵» د افغانستان په آرامه ولایت پنجشیر کې د ولایتي بیا رغوني پر دفتر یو ځانمرګی برید ترسره شو. دا په دغه ولایت کې لومړی ځانمرکی برید دی

https://p.dw.com/p/12sTl
د پنجشیر د امنیتي چارې په روان کال کې افغان ځواکونو ته وسپارل شوي
د پنجشیر د امنیتي چارې په روان کال کې افغان ځواکونو ته وسپارل شويانځور: DW

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي ده. که د هغوۍ دغه ادعا سمه وي نو دا انديښنه رامنځ ته کوي چې اوس طالبانو د پنجشير په شان ارامه ولایتونو ته هم لاره موندلې ده. پنجشیر هیڅ کله هم د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هغوۍ تر کنترول لاندې نه وو راغلی.

تر دغه برید وروسته د افغان ځواکونو د وړتیاوو په اړه نوي پوښتنې رامنځ شوي دي ځکه چې پنجشیر د افغانستان له لومړيو سیمو څخه وو چې امنیت یې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

ځانمرګو برید کونکو د شنبي په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۵» وختي د افغانستان په نسبي آرامه ولایت پنجشیر کې پر«د ولایتي بیا رغوني دفتر» کړی دی.

افغانستان کې د ایساف د ځواکونو ویاند، کریستوفر پیویت، د پیښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې په کې هیڅ یو بهرنی وګړی هم نه دی ژوبل شوی.

د پنجشیر د ولایت معاوین، عبدالرحمن کبیري، او د دغه ولایت د امنیې قوماندان هم د پیښي پخلی کړی او ویلي یې دي چې په برید کې څلو کسانو وڼده اخیستي وو.

د پنجشیر د ولایت د امنیې قوماندان، محمد قسیم جنګل باغ، ویلې دي چې په برید کې دوه موټرچلوونکي وژل شوي او دوه د ولایتي بیارغوني د دفتر ساتونکي ټپیان دي.

جنګل باغ زیاتوي چې برید کونکي څلور کسان ول چې یو کس یې په موټر کې سپور او درې نور یې پیاده ول:

«د پنجشیر ولایت د ولایتي بیا رغوني پر دفتر برید شوي چې په کې دوه موټر چلونکي وژل شوي او دوه د دفتر ساتونکي ټپیان دي.»

د پنجشیر ولایت د افغانستان له نسبتا ارامو ولایتونو څخه ده چې افغان ځواکونه یې امنیتي مسؤلیت پر غاړه لري.


رویترز، فرانس پرس/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اچکزی