1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون: د تروريستي ډلي «خراسان» مشر ووژل سو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۳۱, چهارشنبه

د امريکا د دفاع وزارت د القاعده د يوه لوی مشر د وژلو خبر ورکړی دئ. ويل کيږي چي محسن الفضلي په سوريه کي د امريکا د هوايي ځواک د جنگي الوتکو په يوه يرغل کي وژل سوی دئ. هغه يو وخت په افغانستان کي هم وو.

https://p.dw.com/p/1G2QT
انځور: US State Department

د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړی دئ، چي د «خراسان» تروريستي ډلي مشر محسن الفضلي د جولای مياشتي پر ۸ نېټه په سوريه کي د امريکا د هوايي ځواک په يوه يرغل کي په خپل موټر کي وژل سوی دئ.

د پنتاگون وياند جف ديويس د چهارشنبې په روځ له رسنيو سره په خبرو کي دا نه دي ويلي چي هغه د بې پيلوټه الوتکي په يرغل کي وژل سوی که څرنگه.

د امريکا د اطلاعاتي ادارو د معلوماتو له مخي الفضلي په ۹۰ مېلادي لسيزه کي د القاعدې د مخکني مشر اسامه بن لادن يوه له نژدې کسانو څخه وو.

ويل کيږي چي الفضلي يو له هغو ډيرو لږو کسانو څخه وو چي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي پر ۱۱ نېټه د امريکا پر نړيوالو سوداگريزو برجونو د القاعدې د بريدونو په اړه مخکي له مخکي خبر وو.

الفضلي په کويت کي زېږېدلی وو او امريکا متحدو ايالاتو له ډېر وخت راهيسي د هغه د نيولو يا وژلو پر سر ۷ ميليونه ډالره انعام ايښی وو.

د سعودي عربستان، کويټ او امریکا متحدو ايالاتو قضايي ادارو د تروريستي فعاليتونو په تور د الفضلي د نيولو حکم کړی وو.

د معلوماتو له مخي الفضلي په پاکستان کي له طالبانو او القاعدې ډلي له غړو سره فعاليت کاوه. له تروريزم سره د مبارزې امريکايي ملي ادارې د معلوماتو له مخي محسن الفضلي په افغانستان کي د طالبانو د واکمني تر ړنگېدو وروسته ايران ته تللی وو او هلته ئې د القاعدې د مشر په توگه فعاليت کاوه.

د امريکايي چارواکو په خبره «خراسان» ډله په سوريه کي د «نصرت جبهې» يو ښاخ دی.

پر محسن الفضلي باندي د تير مېلادي کال په سپتمبر مياشت کي هم امريکايي ځواکونو يرغل کړی وو خو هغه مهال امريکايي چارواکو د هغه د مرگ په اړه خپاره سوي راپورنه تائيد نه کړل.

الفضلي دغه راز په عراق کي د القاعدې ډلي د مشر ابو مصعب الزرقاوي ملگری بلل سوی وو. د ملگرو ملتونو امنيت شورا په ۲۰۰۵م کال پر الفضلي باندي په تروريستي فعاليتونو کي د لاس لرلو په تور بنديزونه ولگول.