1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پناه غوښتونکی د فيسبوک پر ضد محکمه کي ناکام سو

۱۳۹۵ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

يو سوريايي پناه غوښتونکي د آلمان د صدراعظمې سره سلفي انځور واخيست. دغه انځور په ټوله نړۍ کي خپور سو خو په دغه انځور کي زياتي لاسوهنې وسوې او ورسره دروغ متنونه مل کړل سول. دغه کس محکمې ته عريضه وکړه او ناکام سو.

https://p.dw.com/p/2YmUO
Deutschland Selfie Merkel und Syrer Anas Modamani
انځور: Anas Modamani

فيسبوک په دې نه دی مکلف چي د يو پناه غوښتونکي پر ضد د غېر قانوني متونو فعال لټون وکړي او هغه ليري يا پاک کړي. دا فيصله د آلمان د ويورڅبورګ محکمې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۷مه نېټه) واوروله.

د أنس معضماني په نوم ځوان سوريايي مهاجر د فيسبوک پر ضد په محکمه کي عريضه کړې وه چي فيسبوک په دې مکلف کړي چي د دغه ځوان په هکله ناسم خبرونه او نور غېر قانوني معلومات د خپرېدو سره سم پيدا او هغه پاک کړي. أنس معضماني هغه وخت مشهور سو کله چي يې د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل سره يو سلفي انځور واخيست. دغه انځور په ټوله نړۍ کي خپور سو.

خو د ياد انځور څخه ناسمه ګټه هم واخيستل سوه او پکښي بيلي لاسوهنې وسوې او د ناسمو خبرونو او متونو سره يو ځای د بېلګي په توګه په فيسبوک کي هم خپور کړل سو. د دغه سوريايي مهاجر انځور د پناه غوښتونکو په وړاندي د کرکه اچونې او ورته تبصرو له پاره هم سوی استفاده سو. په دې ترڅ کي داسي غلطي ادعاوي هم خپرې سوې چي د مېرکل سره انځور اخيستونکی دغه ځوان په ترهګرو بريدونو کي برخه وال ؤ. دا ډول د فيسبوک پوستونه په سلهاؤ ځله شريک يا شېر کړل سول.

د محکمې د فيصلې اورورلو پر وخت قاضي وويل چي فيسبوک د نورو کسانو له خوا د دغه سوريايي ځوان په هکله خپاره کړل سوي غلط معلومات سم نه دي بللي او په دې توګه فيسبوک دې ته نه سي مجبوره کول کېدای چي د دا ډول معلوماتو د خپرولو مخه ونيسي. په دې توګه به نو أنس معضماني مجبوره وي چي د دې وروسته هم د خپل ځان په هکله په فيسبوک کي خپاره کړل سوي ناسم معلومات پخپله پيدا کړي او بيا يې فيسبوک ته شکايت وکړي چي هغه يې ليري کړي.

د أنس معضماني وکيل ويلي دي چي په لوی احتمال به د دغې فيصلې پر ضد بلي لوړي محکمې ته مراجعه وکړي. دغه وکيل ويلي چي د خپل مؤکل له پاره د نقدو پيسو د تاوان خبره به هم مطرح کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.03.2017):