1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو د اخراج بندولو غوښتنه وشوه

۱۳۹۶ بهمن ۲۷, جمعه

وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کي د ملکي تلفاتو شميرخپور کړ د پناه غوښتونکو د حقوقو ملاتړې سازمان«پروازیول» په آلمان کې په بشپړه توگه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ درولو غوښتنه کوي

https://p.dw.com/p/2snxm
Boa Vista Migranten aus Venezuela
انځور: imago/Fotoarena/F. Goncalves

د «پروازول» سازمان اجراوي مدير ګونتر بورکهارت آلمانۍ ورځپانۍ، «نوین اوسنابروکر سایتونگ» ته ويلي چې په افغانستان کي وضعيٍت گډوډ دې او له همدې کبله دغه هيواد ته د پناه غوښتونکو اخراج يو« بې مسوليته خطر» دی. هغه همدغه راز غوښتنه وکړه چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د «افغانستان له وضعيت څخه يوه نوي ارزونه»تر سره کړي.

له دې مخکې د آلمان حکومت هم ویلی ؤ چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په  هکله به یوه نوې ارزونه وړاندی کړي، خو دغه کار یې تر اوسه پوری نه دی تر سره کړی. بورکهارت د دې کار ځڼدولو په انتقاد سره وویل:« دغه ډول نه کيږي چې د بهرنيو چارو وزارت له څو مياشتو راهيسې داسې دلايل وړاندی کوی چې گواکې  په کابل کې د آلمان سفارت ويجاړ شوې او د کار کولو وړتيا نه لري.»

هغه یادونه وکړه چې د آلمان حکومت له دغه ډول د نه منلو وړ «ادعا» سره غواړي په عامه توگه له هغه اعتراف څخه مخ واړوي چې ووايي د افغانستان هیڅ سیمه امن نه لري.

هغه وويل: چې په افغانستان کي د امنيتي وضعيت خرابيدلو په اړه ډير زيات اسناد شتون لري،چې يوې هم د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو رپوټ دې. په دغه رپوټ کې ويل شويٍ چې په ۲۰۱۷ کال کي په ټولیزه توگه ۲۳۰۰ ملکي کسان وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوی دي. که څه هم دغه شمير د تير کال په پرتله د ټولو مرگ ژوبلو نهه سلنه کموالي ښيې، خو په ملکي تلفاتو کي بيا ۱۷ سلنه زياتوالې راغلي چې دا د ځان مرګي بريدونو او نورو پيچلو حالاتو له کبله رامنځ شوي.

دغه راز د افغانستان د امنيتی حالاتو له خرابيدلو څخه وروسته د  آلمان فدرال حکومت ويلي دي چې يوازي هغه رد شوي افغان پناه غوښتونکي اخراجوي چې کوم جرم يې ترسره کړې وي، یا دلته د امنیتي ادارو له نظره خطرناک ګڼل کيږي او يا هم هغه پناه غوښتونکي چې خپل هويت ثابت نه کړي.